وروستی, سنتکام: تر دې دمه مو د ایران د محاصرې په چوکات کې د ۸۳ سوداګریزو کښتیو لوری بدل کړی دی
د امریکا مرکزي قومانداني (سېنټکام) وايي، د اګست تر ۳۰مې پورې د هغوی ځواکونو د ایران د مالي او سوداګریزې کلابندۍ (محاصرې) د پلي کولو په چوکات کې د ۸۳ سوداګریزو (کښتیو) لوری بدل کړی، درې کښتۍ یې له کاره غورځولي او دوې کښتۍ یې تلاشي کړې دي.
سېنټکام دا شمېرې له یوه امریکايي ملوان له عکس سره خپرې کړې دي چې د "یواساس دلبرت ډي. بلک" ویجاړونکې بېړۍ (ناوشکن) پر عرشه د "اېماېچ-۶۰اېس سيهاوک" چورلکې ناستې ته لارښوونه کوي.