تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د ایران بهرنیو چارو وزیر خبرداری: د هرمز تنګي په مدیریت کې هر ډول لاسوهنه به کړکېچ زیات کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګي د مدیریت په چارو کې هر ډول لاسوهنه وشي، دا به د کړکېچ د زیاتېدو لامل شي. عباس عراقچي، بغداد ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل عراقي سیال سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم له مخې د هرمز تنګي مدیریت او په بشپړه توګه بیا پرانیستل ''یوازې د ایران اسلامي جمهوریت مسوولیت دی او په دې برخه کې هېڅ بل هېواد یا بنسټ مسؤلیت نه لري.''

لنډیز

  • یو امریکایي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته وویل، ایران د شنبې په ماښام د بحرین او کویت په ګډون پر ګاونډیو هېوادونو د ډرونونو او توغندیو ګوزارونه کړي دي
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګي د مدیریت په چارو کې هر ډول لاسوهنه وشي، دا به د کړکېچ د زیاتېدو لامل شي
  • ټرمپ وايي جنګي الوتکو یې ایران کې د توغندیو او ډرونونو زېرمې په نښه کړي دي
  • هغه ویلي که له اوربنده سرغړونې دوام وکړي، دوی به اړ شي چې پیل کړی کار له پوځي لارې پای ته ورسوي
  • سپاه پاسدارن ځواکونو ویلي په کویت او بحرین کې یې پر امریکايي اهدافو د توغندیو او ډرون بریدونه کړي
  • هممهاله کویت اعلان کړی چې د هوايي دفاع سیستمونو یې د ډرونونو مقابله کړې
  • ایران د امریکا بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ له 'تفاهم‌لیک ښکاره سرغړونه' بللي
  • غبرګولي میاشت کې د ایران کلنی انفلاسیون ۶۲ سلنې ته ورسېد
  • څلور میاشتې وروسته، ارامکو د سعودي عرب د رأس التنوره ترمینل کې د خامو تېلو بارول بیا پیل کړل

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, غبرګولي میاشت کې د ایران کلنی انفلاسیون ۶۲ سلنې ته ورسېد

    د ایران د احصایې مرکز د اعلان له مخې، د ایران د کورنیو لپاره کلنی انفلاسیون ۶۲ سلنې ته رسېدلی دی.

    دا شمېر د غویي میاشتې پرتله ۵.۹ سلنه زیات شوی دی.

    د دې مرکز په وینا، د روان کال د چنګاښ په میاشت کې "ټکي په ټکي" انفلاسیون ۸۸.۶ سلنې ته رسېدلی دی.

    د احصایې مرکز په راپور کې ویل شوي چې د خوراکي توکو نقطه په نقطه انفلاسیون له ۱۳۳ سلنې هم اوښتی، چې معنا یې دا ده چې ایراني وګړو د تېر کال د همدې میاشتې پرتله د ورته توکو لپاره له دوه برابرو ډېر لګښت کړی دی.

    که څه هم په تېرو لسیزو کې د لوړې انفلاسیون سره ژوند کول د ایراني خلکو لپاره ناشنا نه و، خو اوس هغوی د بیو د لوړېدو له یوې نوې څپې سره مخ دي.

    دا ناڅاپي زیاتوالی په پیل کې د وري په میاشت کې د اسعارو د نرخ له لوړوالي، اعتراضونو او وروسته له ځپلو سره پیل شو او بیا د جګړې، د هرمز تنګي د کلابندۍ، د انټرنېټ بندېدو او د بېکارۍ له ډېرېدو سره یې دوام وموند.

    اوسنی وضعیت دې ته لاره هواره کړې چې ځینې خلک د ژوند د چلولو لپاره خپل شتمنۍ لکه طلا خرڅ کړي.

  2. وروستی, څلور میاشتې وروسته، ارامکو د سعودي عرب د رأس التنوره ترمینل کې د خامو تېلو بارول بیا پیل کړل

    د سعودي عرب د تېلو شرکت سعودي 'ارامکو' شاوخوا څلور میاشتې وروسته د جمعې په ورځ په فارس خلیج کې د 'رأس التنوره' ترمینل کې د خامو تېلو بارول بیا پیل کړي دي. دا خبره د کښتۍ د لېږد معلوماتو (shipping data) له مخې تایید شوې ده.

    د خبري ادارې رویټرز په وینا، د سعودي د صادراتو بیا پیل په داسې وخت کې شوی چې د تایوان د 'ایورګرین' شرکت پر یوه کښتۍ د پنجشنبې په ورځ د هرمز تنګي کې برید شوی و.

    د منځني ختیځ د تېلو او ګازو تولیدوونکو هېوادونو د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې تر پای او د هرمز تنګي د بیا پرانیستل کېدو تر تړون مخکې خپل تولید او صادرات زیات کړي وو. له جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه د تېلو او مایع طبیعي ګاز واردات د هرمز تنګي له لارې تېرېدل.

    د جمعې په ورځ د موجودو معلوماتو له مخې، د سعودي د کښتۍ چلولو شرکت دوه لوی ټانکرونه د نړۍ په تر ټولو لوی تېل بندر رأس التنوره کې د تېلو بارولو په حال کې وو، په داسې حال کې چې یو بل ټانکر بندر ته روان و. څلورم ټانکر په نږدې سیمه کې انتظار کاوه.

    د دغو هر ټانکر وړتیا شاوخوا ۲۰ لکه (۲ میلیونه) بیرل تېل لېږدول دي.

    ارامکو د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

    له بلې خوا، د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو مرکز (UKMTO) د یوه کارګو کښتۍ تر برید وروسته د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو کښتیو د امنیتي ساتنې عملیات ځنډولي دي. دا کار داسې اندېښنې بیا راپورته کړي چې د ایران د جګړې د پای لومړنی تړون ممکن عملي نه شي.

  3. ایران ته د امریکا د مرستیال ولسمشر خبرداری: تاوتریخوالي ته به په تاوتریخوالي ځواب ورکول کېږي

    د امریکا او ایران ترمنځ د بیا زیاتېدونکې کړکېچ په تړاو د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس وايي: ''تاوتریخوالي ته به په تاوتریخوالي ځواب ورکول کېږي.''

    نوموړي پر ایکس د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سینټکام) لخوا پر ایران د برید د جزیاتو د شریکولو په ترڅ کې ولیکل:

    “کله چې ایران د اوربند تړون لاسلیک کړ، موږ ورته درناوی وکړ. که هغوی د تفاهم لیک (MOU) په تړاو کومه ستونزه لري، کولی شي موږ ته یې ووایي، خو تاوتریخوالي ته به په تاوتریخوالي ځواب ورکړل شي.”

    د یادونې وړ ده چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس د ایران سره د خبرو مشري کوله.

    نوموړي په اپريل میاشت کې په اسلام‌اباد کې او بیا څو ورځې مخکې په سویزرلنډ کې هم، د پاکستان او قطر په منځګړیتوب، له ایران سره خبرې کړې وې.

  4. سپاه پاسداران: په سیمه کې مو د امریکايي پوځ ځایونه په نښه کړل

    د ایران سپاه پاسداران ځواک وايي، په سیمه کې یې د امریکا د پوځ ځایونه په نښه کړي او خبرداری یې ورکړی چې که بریدونه بیا تکرار شي، د ایران ځواب به لا پراخ وي.

    تر دې وړاندې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي وو چې امریکايي ځواکونو په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د ایران د برید په غبرګون کې، په ایران کې هدفونه بمبار کړي دي.

    د ایران سپاه پاسداران ځواک وايي، اعلان وکړ چې د دوی سمندري ځواک د ایران پر ساحلونو د امریکا د بریدونو په غبرګون کې په سیمه کې د امریکا د پوځ ځایونه هدف ګرځولي دي.

    د سپاه پاسداران د عامه اړیکو په یوه بیان کې راغلي چې امریکا د هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ له برید وروسته، په دې پلمه چې دا بېړۍ له داسې یوې لارې تېره شوې چې ایران یې «غیرمجاز» بولي، پر ایران هوايي بریدونه کړي دي.

    سپاه پاسداران دغو بریدونو ته د اوربند او د امریکا د ژمنو ښکاره نقض ویلي او ادعا یې کړې چې په ځواب کې یې ''په سیمه کې د امریکا د پوځ د استقرار ځایونه'' په نښه کړي دي. تر اوسه د دې هدفونو د موقعیت، د برید ډول او یا احتمالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

    په دې بیان کې دغه راز ویل شوي چې د اسلام ‌اباد د تفاهم ‌لیک د پنځم بند له مخې په هرمز تنګي کې د تګ راتګ کنټرول د ایران پر غاړه دی.

    سپاه خبرداری ورکړی چې که د امریکا له لوري بیا بریدونه تکرار شي، د ایران ځواب به لا پراخ وي.

  5. 'په سیریک کې د چاودنې غږونه اورېدل شوي'

    د ایران راډیو ټلویزیون ادارې صداوسیما خبریال له سیریک ښاره راپور ورکړی چې د جمعې په شپه له ځايي وخت سره سم د شپې په ۱۱-۱۵ بجو، د طاهروي اسکله په ساحه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

    خبر کې د یوې پوځي سرچینې له قوله ویل شوي، چې دا غږ د یوه توغندیز یا ویشتونکې وسیلې د لګېدو له امله رامنځته شوی، چې د طاهروي اسکله سیمه یې په نښه کړې ده. تر اوسه د احتمالي زیانونو یا مرګژوبلې په هکله نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

    په ورته مهال د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، امریکايي الوتکو د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو زېرمتونونه او دغه راز ساحلي راډاري تاسیسات په نښه کړي دي.

    د صداوسیما په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، له دې پېښې شاوخوا پنځه ساعته مخکې، د سیریک له سیمې پر هغو بېړیو چې «متخلفې» بلل شوې وې، څو اخطاري ډزې شوې وې.

    د راپور له مخې، دوه اخطاري توغندي د کرپان له سیمې د هرمز تنګي پر لور توغول شوي وو.

    سیریک سیمه د بندرعباس ختیځ لور ته شاوخوا ۱۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

  6. سپاه پاسداران: د امریکا برید به بې ځوابه نه پاتې کېږي

    د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک د امریکا د نن شپې بریدونو ته په غبرګون کې چې په سیریک سیمه کې ترسره شوي، ویلي چې د ایران سمندري او هوايي ځواکونو له دې برید سره ''مقابله'' کړې او بریدګر ځواکونه یې ''شاتګ ته اړ کړي'' دي.

    سپاه پاسداران ادعا کړې چې د امریکا برید شنډ کړی شوی او په وینا یې دا چاره به ''بې ځوابه نه پاتې کېږي.''

    په یوه بیان کې راغلي چې د ایران ځواب به ''هغه وخت او ځای کې چې خپله یې ټاکي، چټک او غوڅ'' وي.

    سپاه پاسداران دغه راز خبرداری ورکوي، چې هر ډول تازه پوځي اقدام به له ''سخت غبرګون'' سره مخامخ شي.

  7. سنټکام: پر سوداګریزې بېړۍ د برید په غبرګون کې امریکا په ایران کې ځینې هدفونه وویشتل

    له هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران تورن کړ، چې هرمز تنګي کې یې پر یوې باروړونکې بېړۍ له برید سره له اوربنده احمقانه سرغړونه کړې، د امریکا پوځ پر ایراني هدفونو بریدونه کړي.

    د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د اعلامیې له مخې، امریکايي الوتکو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو زېرمتونونه او دغه راز د ایران ساحلي راډاري تاسیسات بمبار کړل.

    د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د هرمز تنګي کې پر یوه سوداګریزه بېړۍ د برید په غبرګون کې په ایران کې د ترسره شویو بریدونو نور جزئیات خپاره کړي دي.

    سنټکام وايي، امریکايي الوتکو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو زېرمتونونه او دغه راز د ایران ساحلي راډاري تاسیسات په نښه کړل.

    د دې بیان له مخې، د ''اور لاولي'' په نوم بېړۍ چې د سنګاپور بیرغ یې درلود، د جون پر ۲۵مه نېټه هغه مهال د عمان د سواحلو په اوږدو کې د هرمز تنګي څخه د وتلو پر مهال، د یوه اړخیز انتحاري ډرون په وسیله وویشتل شوه.

    په دې پېښه کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو دغه پېښه د دې لامل شوه چې په سیمه کې د بند پاتې شاوخوا ۱۱ زره سمندري کارکوونکو د ایستلو پلان په موقت ډول وځنډول شي.

    سنټکام دا برید د ایران کار بللی او دا یې له اوربنده ښکاره سرغړونه بللې، او وايي، دا ډول اقدام د نړۍ له مهمو سوداګریزو لارو په یوه کې د بېړیو تګ راتګ ازادي له خطرونو سره مخامخوي.

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ دغه راز وايي، د دې هېواد ځواکونه به د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تېرېدو لپاره همغږي او ملاتړ ته دوام ورکړي، او په بشپړه توګه له ایران سره د هوکړې پلي کېدو باوري کولو لپاره به لا هم په سیمه کې شتون ولري او په چمتو حالت کې به پاتې شي.