د ایران قشم ټاپو ساحل کې دا تېل له کوم څه توی شوي؟

د ایران قشم ټاپو ساحل کې دا تېل له کوم څه توی شوي؟
د خپرېدو وخت

تایید شوې ویډیوګانې ښيي چې د تېلو یوه لویه داغه د ایران د قشم ټاپو ساحل ته راوتلې ده. شنونکو ویلي چې دغه د تېلو داغ له هغې کښتۍ سرچینه اخلي چې د هرمز په تنګي کې پرې برید شوی و.

د BBC Verify له خوا د سپوږمکۍ د انځورونو تحلیل هم ښيي چې ښایي د تېلو تویېدنه د اګست پر درېیمه د عمان په اوبو کې پر یوې کښتۍ د برید له امله رامنځته شوې وي.

یوه اونۍ وروسته، داسې ښکاري چې د Minoan Pioneer له بلک کېریر کښتۍ د سونتوکو بهېدنه د هرمز تنګي په پراخه سیمه کې خپره شوې وه.

د چاپېریال ساتنې کارپوهان وایي چې دغه تېل‌تویېدنه د قشم شاوخوا وحشي ژوو، خوندي ایکوسیستمونو او کب‌نیوونکو ټولنو ته جدي ګواښ پېښوي.