پر ایران د امریکا بندیزونه: چین وايي، د خپلو ګټو دفاع به کوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

چین وايي، د واشنګټن د هغو پلانونو په مقابل کې به خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي چې موخه یې د ایران "اقتصادي انزوا" یا فشار زیاتول دي.

د امریکا حکومت پرون هغه تدابیر او پلانونه اعلان کړل چې له مخې به یې هغه شرکتونه، بانکونه او هېوادونه له بندیزونو سره مخامخ شي چې له ایران سره سوداګریزې راکړې ورکړې کوي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان په یوه خبري غونډه کې په دې هکله وویل:

"چین څو ځله څرګنده کړې چې له یو اړخیزو او غیرقانوني بندیزونو سره کلک مخالفت کوي. چین روان وضعیت له نږدې څاري او د خپلو حقونو او ګټو د خوندي کولو لپاره به ټول اړین اقدامات وکړي."

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د چین او ایران ترمنځ همکاري د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې ترسره کېږي او هېڅ لوری باید په دې همکاریو کې مداخله یا خنډ رامنځته نه کړي.

چین د ایران تر ټولو ستر اقتصادي شریک بلل کېږي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ، چې پرون یې د اقتصادي فشار "تر ټولو سخت" پروګرام اعلان کړ، د کوم ځانګړي هېواد نوم یې یاد نه کړ، خو هغه چینایي بانکونه او شرکتونه چې د ایران د تېلو لوی پېرودونکي دي، د بندیزونو له خطر سره مخ کېدای شي.

بېسنټ خبرداری ورکړ چې که د امریکا اخطارونه جدي ونه ګڼل شي، هغه خوا چې له ایران سره مالي او سوداګریزې راکړې ورکړې کوي، د ډالري مالي سیستم څخه به جلا او له اقتصادي انزوا سره به مخ شي.

د امریکا د مالیې وزیر تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د ایران پر وړاندې د تر ټولو ستر اقتصادي کمپاین جزییات ډاګیز کړل. نوموړي وویل، د بندیزونو دغه کمپاین "اقتصادي انزوا" نومول شوی دی.

د امریکا د مالیې وزیر د دغو بندیزونو پنځه مهمې برخې یادې کړې چې پکې رمزارزونه، ټکنالوژي، سره زر، هوايي چلن او سمندري ترانسپورټ شامل دي.

سکاټ بېسنټ وویل، اسلامي جمهوریت دوه غوراوي لري: "یا اقتصادي انزوا، یا له نړیوال اقتصاد سره یوځای کېدل."

هغه ټینګار وکړ چې امریکا د ایران د حکومت او سپاه پاسداران د عاید ټولې لارې په نښه کړې دي او هغه هېوادونه به هم د دې اقتصادي انزوا له اقداماتو سره مخ شي چې له ایران سره مرسته کوي.

د بېسنټ په خبري کنفرانس کې یوه خبریال له هغه وپوښتل چې ایا چین به هم د امریکا د ثانوي بندیزونو په لړ کې شامل شي؟ د امریکا د مالیې وزیر په ځواب کې وویل، "هېڅوک به د امریکا له ثانوي بندیزونو مستثنا نه وي."

سکاټ بېسنټ زیاته کړه چې د ایران پر وړاندې د "اقتصادي انزوا" د دې کمپاین موخه د هغو "ټولو عایداتي او مالي لارو پرې کول" دي چې د ایران حکومت پرې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

هغه وویل، امریکا شرکتونو او سازمانونو ته له ایران سره د اقتصادي همکاریو د پایته رسولو لپاره ټاکلی مهلت ورکړی دی.

په همدې حال کې، د امریکا د مالیې وزارت ویلي چې پر درېیمو هېوادونو هم د فشار راوړلو اقدامات به ترسره کړي.

د ایران ولسمشرۍ دفتر: د عاصم منیر سفر ډېر ګټور و، پایلې به یې ژر څرګندې شي

بل لور د ایران د ولسمشرۍ دفتر د اړیکو او عامه پوهاوي مرستیال مهدي طباطبایي تهران ته د پاکستان د وسله‌ والو ځواکونو د مشر فیلډ مارشال عاصم منیر سفر "ډېر ګټور" وباله او په وینا یې د دې سفر پایلې به په نږدې راتلونکي کې ښکاره شي.

طباطبایي وايي، له پاکستاني چارواکو سره ترسره شوې خبرې"ډېرې ارزښتناکې ډیپلوماټیکې لاس ته راوړنې" لرلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره مهمې وې.

دغه راز، د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، چې له عاصم منیر سره ایران ته تللی و، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره خپله لیدنه "ډېره مثبته او رغوونکې" وبلله.

نقوي ویلي، له ایراني چارواکو سره په خبرو کې "د پام وړ پرمختګ" شوی او دواړو خواوو د اړیکو او همکارۍ د لا پیاوړتیا په اړه مثبت بحثونه کړي دي.

د پاکستان پوځ د فیلډ مارشال عاصم منیر د ایران د یو ورځني سفر په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې له لوړپوړو ایراني چارواکو سره د هغه خبرې پر هغو اقداماتو متمرکزې وې چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د روانې شخړې د ژر پای ته رسولو لپاره اړینې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم پر اېکس لیکلي چې لیدنې او خبرې پر هغو ګامونو راڅرخېدې چې "د اسلام‌آباد د تفاهمنامې د بیا فعالولو لپاره یې دواړه لوري باید ترسره کړي."

نقوي زیاته کړې چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل حکومت دریځونه او اندېښنې په روښانه ډول مطرح کړې او دواړو خواوو د مهمو موضوعاتو په اړه رغوونکې او مثبتې خبرې کړې دي.

هغه لیکلي، "دا لیدنه په خورا مثبته فضا کې پای ته ورسېده. هیله لرو چې دا بهیر به د لا ډېرو پرمختګونو او په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره کړي."

فیلډ مارشال عاصم منیر او محسن نقوي د دوشنبې په ورځ په تهران کې له ولسمشر مسعود پزشکیان سربېره د ایران د پارلمان له رئیس محمدباقر قالیباف او د ملي امنیت د عالي شورا له منشي محسن رضايي سره هم ولیدل.

پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د منځګړیتوب او د تفاهم د یادښت په ترلاسه کولو کې مهم رول لوبولی دی. د پاکستان پوځ ویلي چې د دوشنبې ورځې خبرې د سیمې د کړکېچونو د کمولو، سولې ته د رسېدو او په سیمه کې د بې‌ ثباتۍ د دوامداره پای ته رسولو لپاره د اسلام‌اباد د هڅو برخه ده.