حوثیان: سعودي عربستان د یمنيانو د غوښتنو له منلو پرته بله لاره نه لري

حوثیان

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د یمن د حوثي غورځنګ، چې د ایران له ملاتړه برخمن دی، د سعودي عربستان پر ځینو اهدافو له بریدونو یوه ورځ وروسته ویلي چې ریاض ''د یمن د خلکو د غوښتنو له منلو پرته بله لاره نه لري.''

حوثیانو د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف څخه غوښتي چې د بشري ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي، په ځانګړي ډول هغه څه چې دوی یې د یمن ''محاصره'' بولي، پای ته ورسوي.

سعودي عربستان د یمن له هغه حکومته ملاتړ کوي چې د نړیوالې ټولنې لخوا د دغه هېواد د رسمي او قانوني حکومت په توګه په رسمیت پېژندل شوی دی.

د حوثي غورځنګ چارواکو ادعا کړې چې د سعودي عربستان په جنوبي نجران سیمه کې یې یو هوايي ډګر او د دولتي نفتو شرکت ارامکو اړوند تاسیسات په نښه کړي دي.

د دې ډلې پوځي ویاند په هغه اعلامیه کې چې پر ټیلیګرام خپره شوې، ویلي چې دغه ډرون بریدونه د هغه څه په غبرګون کې ترسره شوي چې دوی د ''شمالي یمن هوايي حریم ته د سعودي ډرونونو ننوتل'' بللي دي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د حوثیانو تر کنټرول لاندې ''د بدلون او پراختیا حکومت'' هم له سعودي عربستان غوښتي وو چې د دوی په وینا ''د امریکا او صهیونیستانو له سپارښتنو پیروي'' بند کړي او د یمن د خلکو غوښتنې ومني.

تر دې وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر د نړیوالو چارو سلاکار علي اکبر ولایتي هم ورته دریځ څرګند کړی و او له سعودي عربستانه یې غوښتي وو چې پر حوثیانو فشارونه کم کړي.

د روانې اګست میاشتې پر ۱۱مه په نړیواله کچه په رسمیت د یمن پېژندل شوي حکومت ویلي و چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو لخوا د سره سمندرګي په یوه باروړونکې بېړۍ د توغندیزو بریدونو له امله شپږ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د یمن د ترانسپورټ وزارت په وینا، بېړۍ د مخا بندر سویل ته د درې بالستیک توغندیو هدف وګرځېده، چې له امله یې په بېړۍ کې اور ولګېد. په پېښه کې د عملې څلور غړي، چې درې پاکستانیان او یو اندونیزیایی و، ووژل شول.

وروسته د یمن ساحلي ساتونکو اعلان وکړ چې دویم مرګونی توغندی پر هغو ژغورونکو ولګېد چې هڅه یې کوله د بېړۍ عمله وژغوري او تخلیه یې کړي.

حوثیانو ادعا کړې وه چې دوی هغه بېړۍ په نښه کړې چې سعودي عربستان ته یې پوځي تجهیزات لېږدول.

حوثیانو تېره میاشت پر سمندري لارو بریدونه پیل کړل او د سعودي عربستان د بندرونو پر ضد یې د سمندري محاصرې اعلان هم کړی و.

په سیمه کې شخړه له پنځو میاشتو راهیسې روانه ده، او که څه هم د اوربند یوه کمزورې هڅه شوې وه، خو هغې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې کومه د پام وړ پایله نه ده لرلې.

هغه وروستی برید وروسته له هغه وشو چې د یمن په کورنۍ جګړه کې د حوثیانو او د سعودي ملاتړي حکومت ترمنځ څو کلن اوربند تېرې میاشتې مات شو.

اوسمهال حوثیان د یمن ډېره شمال لوېدیځه برخه تر خپل کنټرول لاندې لري او له حکومتي ځواکونو سره نښتې کوي. د یمن حکومت، چې په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل کېږي، د هېواد په سویل کې له عدن ښاره فعالیت کوي، ځکه پلازمېنه صنعاء د حوثیانو په ولکه کې ده.

د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو تېره میاشت پر بېړیو بریدونه پیل کړل.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو تېره میاشت پر بېړیو بریدونه پیل کړل.

حوثیان څوک دي؟

حوثیان یوه وسله‌واله سیاسي او مذهبي ډله ده چې د یمن د شیعه مسلمان اقلیت، زیدیانو، استازولي کوي.

دوی ځان د ایران تر مشرۍ لاندې له اسرائیلو، امریکا او لوېدیځ سره د مخالفت لپاره د "مقاومت محور" برخه ګڼي. دا محور له حماس، حزب‌الله او نورو وسله‌والو ډلو هم جوړ دی.

د دوی رسمي نوم انصار الله (د خدای ملاتړي) دی او دا ډله په ۱۹۹۰ لسیزه کې د حسین الحوثي لخوا رامنځته شوه.

په ۲۰۰۰مو کلونو کې، حوثیانو یمن کې د اوږدمهاله ولسمشر علي عبدالله صالح پر ضد څو پاڅونونه وکړل. دوی غوښتل چې د یمن په شمال کې د خپلې مېنې لپاره د هغه له استبدادي واک زیاته خپلواکي ترلاسه کړي.

په ۲۰۱۱ کال کې، د عرب پسرلي په ترڅ کې د خلکو پاڅون ولسمشر صالح اړ کړ چې واک خپل مرستیال عبد ربه منصور هادي ته وسپاري.

د هادي د واکمنۍ پر مهال، حوثیانو له دندې لیرې شوي صالح او هغو امنیتي ځواکونو سره چې لا هم صالح ته وفادار وو، یو تړون وکړ. دوی د یمن شمالي ولایت صعده تر خپل واک لاندې راوست او د یمن پلازمېنه صنعاء یې ونیوله.

په ۲۰۱۵ کال کې، یاغیانو د یمن د لوېدیځو سیمو ډېره برخه ونیوله، چې ولسمشر اړ شو له هېواده وتښتي.

ګاونډي سعودي عربستان وډار شو چې حوثیان به ټول یمن ونیسي او دغه هېواد به د خپل دوښمن ایران یوه نیابتي سیمه کړي.

سعودي عربستان د عربو هېوادونو یوه ټلواله جوړه کړه او په جګړه کې ښکېل شو. خو د کلونو هوايي بریدونو او ځمکنيو جګړو حوثیان له هغو سیمو نه ‌دي شړلي چې نیولي یې دي.