یو کوچنی هلک د ۷۰ متره ژورې او لندې څاه تل ته لوېدلی او هلته ېې په یوه کونج کې ځان را غونډ کړی و. پښې یې اوبو کې وې او له پاسه پرې اوبه ور څڅېدلې. ماشوم وېرېدلی او یخنۍ اخیستی و.
ژغورونکو همدې ژورې څاه ته کامره ورښکته کړې وه او د څاه پر سر یوه ډله کسانو دا ماشوم په سکرین کې لیده.
پنځه کلن زین الله په کندهار کې له خپلو ملګرو سره لوبې کولې چې دغې څاه ته ولوېد.
د حیرانۍ خبره دا ده چې هغه دغې خطرناکې برمې ته له لوېدو وروسته ژوندی و.
که څه هم دا څاه (بور یا برمه) په تل کې پراخه وه، خو د خولې پراخوالی یې ۳۰ سانتي متره و، نو ځکه د لویانو لپاره ور کښته کېدل ناشوني و.
زین الله هم چې کوچنی و، وېرېدلی و او نه یې شوای کولی چې ځان پر هغې رسۍ وتړي چې د ده د ژغورلو لپاره بور یا څاه ته ور کښته شوې وه.
ژغورونکو چې هره هڅه وکړه، ناکامه شوه. درېیو نورو ماشومانو هم هڅه وکړه چې څاه ته ور کښته شي، خو د څاه د تنګوالي له امله ساه اخیستل ورته ستونزمن و او له ژغورونکو یې وغوښتل چې بېرته یې له څاه وباسي.
نو بیا ژغورونکو پر یوولس کلن حضرت عمر غږ وکړ. حضرت عمر له دې وړاندې هم د ژغورنې په همداسې عملیاتو کې څاه ته ورکوز شوی و او بریالی شوی و.
سره له دې چې اندېښمنو لویانو خبرداری ورکاوه چې دې څاه ته ور ښکته نه شي، خو حضرت عمر د تره په اجازه څاه ته د ور ښکته کېدو هوډ وکړ. د لومړي ځل ښکته کېدو په تړاو چې د لاسونو شاوخوا په رسۍ تړل شوی وايي: "زما او اوږه او ورون بندل شول. چیغې مې کړې چې خوږ شوم. دوی بېرته راپورته کړم."
دوی بیا هڅه وکړه او دا ځل دی د څاه تر تل پورې ورسېد. د څاه د خولې شاوخوا سلګونه کسان په وېره او اندېښنه کې په تمه وو.
دوی متر په متر د رسۍ په راکشولو پیل وکړ چې ماشومان راښکاره شي.
د افغانستان سویل چې وچکالۍ ځپلی دی، د اوبو لپاره نا هیلې پلټنې د سلګونه زرو ژورو، تنګو او نېغو څاګانو د کیندلو لامل شوې دي چې د کروندګرو ځمکې یې د مرګ په لومو بدلې کړې دي. هغه ژوره څاه چې زین الله پکې لوېدلی و، دوه کاله وړاندې وچه شوې وه. ځايي کروندګرو چې دا څاه یې کیندلې وه، د هغې خوله یې په لرګیو او خاورې پټه کړې وه، خو د وخت په تېرېدو لرګي وراسته شوي وو او خاوره شړېدلې وه.
په وچه ځمکه کې یو کوچنی سوری و چې په اسانۍ نه ښکارېده، خو تر سطحې لاندې ډېر ژور او عمودي و.
ژغورونکي وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې د زین الله په څېر سلګونه افغانان هغو ژورو څاهګانو ته لوېدلي دي چې د اوبو له وچېدو وروسته سمې نه وې پټې شوې.
بي بي سي له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۱۰۰ د ډېرو داسې پېښو پخلی کړی دی. دا پېښې لویه برخه یې د هېواد په سویل کې دي. څاهګانو/ برمو ته لوېدلي ډېر یې له ۱۰ کلنۍ کم عمره ماشومان دي چې نږدې نیمايي یې مړه شوي دي.
پخوانیو او زړو څاهګانو ته د خلکو د لوېدو کیسه په سویلي اسیا کې نوې خبره نه ده. د ۲۰۰۹ او ۲۰۲۳ کلونو تر منځ په کند کې له ۴۰ د زیاتو ماشومانو ریپوټونه ورکړل شوي وو چې څاهګانو ته لوېدلي.
خو په جرمني کې مېشت د هېواد د اوبو مخکښ متخصص نجیب الله سدید وايي چې په افغانستان کې د څو پېښو د ګډ اغېز له امله دا ستونزه لا پراخه شوې ده.
هغه مهال چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل، د دغه هېواد د ودانیو، سوداګرۍ او بهرنیو مرستو پر مټ ولاړ نازک اقتصاد وپاشل شو. د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره ګڼې دندې پای ته ورسېدې او پر مېرمنو یې پراخ محدودیتونه ولګول. د دې تر څنګ نړیوالې مرستې هم د پام وړ کمې شوې.
د فرصتونو له کمېدو سره خلکو د کرنیزو ځمکو ابادولو ته مخه کړه، هغه ځمکې چې د جګړو د نشتوالي له امله کار کول پکې خوندي شوي و. یوازنیۍ ستونزه د اقلیمي بدلون او اوږدې وچکالۍ له امله د ځمکو د خړوبول دي. د دې ستونزو د اغېز له امله خلک اړ کړل چې پلرنۍ سیمې پرېږدي او شمال لوري ته مخه کړي.
بې رحمه وچکالیو بزګران په زیاتېدونکې توګه په ځمکې لاندې ژورو اوبو پورې وتړل. ارزانه چینايي سورلري تختې چې په شمسیانو هم مشهورې دي، ډېرې شوې. ښاغلی سدید وايي همدې کروندګرو ته دا زمینه برابره کړه چې "ټوله ورځ اوبه راوکاږي" او پایله یې بده وه. په اوبو پسې د ژورو سوریو کېندل لا ډېر شوو.
سدید وايي چې د څاهګانو شمېر له ۲۰۲۰ کال وروسته "په لویه کچه" ډېر شو او د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې اوس یې شمېر نیم میلیون ته رسېدلی دی. ډېر یې د هلمند سیند په حوزه کې دي، په ځانګړې توګه په هلمند، کندهار، فراه او غزني ولایتونو کې.
خو که څوک دې څاهګانو ته ور وغورځي، د ژغورنې او غبرګون وړتیاوې ډېرې لژ دي. اوسمهال یوازې شاوخوا پنځه تنه روزل شوي کسان په داودطلبه توګه د ژغورنې په هلو ځلو کې بوخت دي.
له همدې امله د هلمند ولایت یو ۲۸ کلن ځوان چې د موبایلونو پلورونکی دی، پرېکړه یې وکړه چې په دې برخه کې خپله لاس په کار شي.
میراجان عبدالله په لومړي ځل د ۲۰۲۱ کال په اپریل کې څاه ته د یو چا د لوېدو خبر واورېده. همدې پېښه کې یو پنځه کلن ماشوم د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د دوی په کلي کې هغه څاه ته غورځېدلی و چې پخوا کیندل شوې وه.
میراجان د همدې پېښې په اړه وايي چې "ماشوم ډېر وژړل، ویل یې چې یخ مې کېږي، وږی یم. تږی یم. تیاره ده. له دې ځایه مې وکاږئ."
کلیوالو ۴۸ ساعته په دې کار وکړ چې دا ماشوم راوباسي، خو هلک لږ وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
میراجان فکر کاوه چې دا به یوازنیۍ غمجنه پېښه وي، خو یو کال وروسته یې د یوه بل هلک چې حیدر نومېده، څاه ته د لوېدو خبر واورېده. ده دا وپتېیله چې له ژورو څاهګانو څخه د ماشومانو د رایستلو او ژغورلو لپاره یوې حل لارې ته اړتیا لري.
هغه داسې اله جوه کړه چې کامرې یې له کمپیوټر سره نښلولې او خلکو ته یې دا فرصت برابر کړ چې په څاه کې بند پاتې کس وګوري چې چېرته او څنګه دی. له دې سره دوی ته معلومېده چې سم ځای ته رسۍ ورښکته کړي او څاه کې کس خپل ځان ورباندې وتړي او راپورته یې کړي.
د دې الې د ازمیونې لپاره یې خپل زوی چې هغه مهال پنځه کلن و، داسې څاه ته ورښکته کړ چې ۲۵ متره (۸۲ فوټه) ژوره وه.
همدې کار ورکړ.
له هغه راهیسې په تېرو ۴ کلونو کې میراجان د ۱۱۳ کسانو د ژغورنې لپاره مټې بډ وهلې دي. له همدې ډلې نږدې ۷۰ تنه یې ژغورل شوي دي. میرا جان په هلمند ولایت کې د ژغورنې الې په مرسته پنځه کلن نور اغا چې څلور ساعته په ۱۴۰ متره ژوره څاه کې بند و، وژغوره.
خو نورو یې ژوند بایللی و. میراجان وايي چې ځینې یې په څاهګانو کې ښکته په اوبو کې ډوب شوي وو.
سره له دې چې د افغانستان د ژورو څاهګانو سملاسي فزیکي خطرونه څرګند دي، خو په اوږد مهال کې د پایښت اندېښنې هم ورسره تړلې دي.
د کلونو په تېرېدو سره د وچکالیو له امله د څاهګانو ژوروالی هم ډېرېده. اوس یوازې ۸۰ متره (۲۶۰ فوټه) نه، بلکې راپورونه وايي چې تر ۲۰۰ مترو (۶۶۰ فوټه) پورې برمې وهل کېږي.
افغانستان کې کرنه تر ځمکې په لاندې اوبو پورې تړلې ده او له خورا ژورو ذخیرو د ځمکې لاندې اوبه رایستل کېږي، خو د ځمکې لاندې اوبو سرچینې پای ته رسېدلی شي.
سدید وايي، خطر دا دی چې "ځينې سیمې به په بشپړ ډول له اوسېدونکو خالي شي، خلک به اړ شي چې کډې وکړي او لویې سیمې به په خړو دښتو او بیابانونو بدلې شي." ښاغلی سدید زیاتوي چې د اوبو د کچې د ټیټېدو اغېز سره له اوسه لیدل کېږي. دی زیاتوي چې "یوازې د څو مترو په واټن کې د دوو یا درې ژورو څاهګانو لیدل" نادره خبره نه ده. له دې ټولو سره سره کروندګر په سختۍ ډېرې لږې پیسې ګټي.
سدید د وضاحت په توګه وايي: په عمومي ډول د یو کلیو ګرامه رومیانو لپاره له ۱۰۰ تر ۳۰۰ لیټرو پورې اوبه کارول کېږي. خو د حاصلاتو د راټولولو پر مهال همدغه یوه کیلو رومیان په بازار کې په پنځو یا لسو افغانیو پلورل کېږي."
"په اصل کې د ۱۰ افغانیو په ارزښت د محصول ترلاسه کولو لپاره د ۳۰۰ افغانیو اوبه مصرفېږي. دا کار په بشپړ ډول پایښت نه لري."
او کله چې د برمو اوبه وچې شي، همداسې پرېښودل کېږي او یوه بله جوړېږي. دا کار د هغو خلکو لپاره چې پر لارو تېرېږي، د ګواښ یوه لړۍ پرېږدي. د ډېرو افغانانو لپاره د چې په سخته غریبۍ کې ژوند کوي، د دې څاهګانو پټول یا ډکول په لوړه بیه تمامېږي او ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي چې عامه خوندیتوب لومړنۍ اندېښنه نه ده.
په افغانستان کې د ژورو څاهګانو د کیندلو لپاره کوم قانون نشته. کله چې بي بي سي له طالب چارواکو سره په دې اړه اړیکه ونیوله او ویې پوښتل چې د د دغو ژورو څاهګانو له امله رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو لپاره څه کوي، په ځواب کې یې وویل چې هڅه کوي د ژغورنې ځانګړي وسایل چمتو کړي چې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د دوی د غبرګون وړتیاوې پیاوړې شي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزات بي بي سي ته وویل چې پلان لري له رسمي جواز پرته د ځمکې لاندې اوبو را ایستل له څښاک پرته د بل هرې موخې لپاره بندې کړي. خو ویې ونه چې دا بندیز به کله عملي شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وړاندې د ژورو او کیندل شویو څاهګانو څښتنانو ته خبرداری ورکړ او سپارښتنه یې ورته وکړه چې د خپلو څاهګانو خولې په سمه توګه پټې کړي. د کورنیو چارو وزارت وویل چې د هغو کسانو پر ضد به قانوني ګامونه پورته کړي چې په دې برخه کې پاتې راشي.
خو له دې سره سره اته میاشتې وروسته پنځه کلن زین الله په میوند کې یوې برمې ته ولوېد. پر میرا جان چې د زین الله د ژغورنې غږ وشو، نو پوه شو چې دا د ژغورنې تر هغو نورو ټولو سخت ماموریت دی چې دی تر اوسه ورسره مخامخ شوی.
د ده آله تر ماشومام پورې نه ور رسېدله ځکه چې دا آله یوازې د عمودي یا نېغو سوریو لپاره جوړه شوې وه، خو زین الله د څاه په تل کې څلور په څلور متره پراخ (۱۳ په ۱۳ فوټه) ځای کې ناست و.
پلار یې وايي چې کلیوالو لومړی هڅه وکړه چې د چنګکونو په مرسته زین الله راوباسي. خو "د هغه د بدن ځینې برخې مخکې له مخکې ژوبلې شوې وې"، نو دی وېرېدلی وو او څاه په بېخ کې په یوه غاړه کې ناست و.
د میراجان جوړه کړې آله هغو ځایونو ته نه ور سیخېدله چې اړتیا وه. یعنی آله نه تاوېدله، بلکې مستقیمه لاندې تله او یا باید په لاس یو اړخ ته وربرابره شوې وای.
نو دی اړ شو چې د ماشوم د ژغورلو لپاره بله لاره پیدا کړي.
اوس یې وخت و چې له خطر سره سره له ۱۱ کلن حضرت عمر مرسته وغواړي.
کله چې حضرت د څاه تل ته ورسېد، د لومړي ځل لپاره یې زین الله ولید.
حضرت وتوانېد د زین الله لاسونه یو ځای په دویمه رسۍ وتړي. پورته کسانو د رسۍ په کشولو پیل وکړ. په لوډسپېکر کې پر خلکو غږ وشو چې غلي شئ. میراجان پر حضرت عمر غږ وکړ چې "لږ پاتې ده چې راپورته دې کړو، موږ ته مه ګوره، لاندې ګوره." خلکو رسۍ کشوونکو ته وویل چې "ورو – ورو یې کش کړي" او له شاوخوا خلکو وغوښتل شول چې شاته شي تر څو د ژغورنې د شېبو وروستي ویډیوګانې وشي. د پېښې سیمه کې دوه امبولانسونه هم ولاړ و. کله چې د خلکو سترګې پر حضرت عمر ولګېدلې، چیغې شوې. "افرین زمریه! افرین." خوښۍ او جشنونه پيل شوو. بیا له یوه تنګ سوري حضرت عمر راښکاره شو چې په رسۍ پورې ځړېده او په خټو ککړ و. میراجان چیغې کړې او ویې ویل: "شاته یې یوسئ، افرین زما اتله!" او بیا دا ځوان ژغورونکی خوندي ځای ته یوړل شو. څو دقیقې وروسته زین الله چې لاسونه یې حضرت عمر په برمه کې په رسۍ ورتړلي وو، راپورته کړل شو او خلکو خوښۍ وکړې. زین الله روغتون ته یووړل شو، خو په سبا یې رخصت کړ. د زین الله پلار داسې احساسوي چې حضرت عمر د ده له زوی سره مرسته وکړه چې له مرګه یې وژغوري.
"د هغو احساساتو بیانول سخت دي. داسې ده لکه یوه کس ته مو له لاسه ورکړی وي، غم ورباندې کوئ او بیا ناڅاپه دا کس ستاسې ټولو په مخکې ژوندی شي."
که حضرت عمر نه وای، دی اندېښنه لري چې کلیوالو به په پای کې د چنګکونو په مرسته زین الله رایستلی وای چې اخره کې به یا سخت ټپي و او یا به مړ و. دی غواړي چې برمې باید په خوندي توګه پټې کړل شي. هغه سوري ته چې د ده زوی ور لوېدلی و، له هغه راوروسته کلیوالیو د لویې ډبرې په مرسته پټ شوی. د حضرت عمر تره عزیز الله له دې ډېر خوشحاله دی چې د ژغورنې هڅه بریالۍ شوه، خو وايي چې څاه ته د خپل وراره په لېږلو کې وېره لرله. ده بي بي سي ته وویل: "زړه نا زړه وم، خو په خدای مې باور وکړ او زیاته یې کړه چې موږ باید د یوه بل لپاره قرباني وکړو. ما خپل وراره ته وویل چې که دی هم په څاه کې بند شي، ډېره ګواښوونکې به وي، خو ده بیا هم غوښتل چې ورښکته شي." "که مو د هغې برمې خوله لیدلې وای، تاسې به فکر کړی وای چې له هغه ځایه د چا رایستل ناشونی کار دی. د میراجان په لیست کې د زین الله ژغورل هم ور اضافه شو او دا لیست د وخت په تېرېدو اوږدېږي.
دی د هغه ستونزې له اندازې ښه خبر دی چې ورسره مخامخ دی. کار هغه وخت لا ډېر خرابېږي چې کله داسې کسان له میراجان مخکې د ژغورنې هڅه کوي چې هیڅ تجربه او روزونه یې نه وي لیدلې.
میراجان وايي: "حتی یوه کوچنۍ تېروتنه کولی شي د بند پاتې کس ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کړي." میراجان په غزني کې د یوې داسې پېښې یادونه کوي چې د یوه ماشوم د ژغورلو په هڅه کې درې تنه مړه شول، خو وروسته ماشوم له څاه څخه ژوندی راویستل شو.
دی اوس غواړي چې نور کسان وژغوري چې وکولی شي په راتلونکې کې د پېښو ځایونو ته په چتکۍ سره ورسوي. دغو دوو ماشومانو اته میاشتې وروسته د فبرورۍ په دویمه د زین الله له کور سره نږدې د هغې برخلیکټاکونکې څاه خواته بیا سره ولیدل چې حضرت عمر ورپسې د ژغورنې لپاره کښته شوی و.
د زین الله مور او پلار لومړی ځل فرصت موند چې له حضرت عمر څخه د دوی د زوی د ژغورنې له امله مخامخ مننه وکړي او ډالۍ ورکړي.
اوس حضرت د سیمې یو اتل دی.
هغه وايي: "کله چې مې په کلي کې ماشومان وویني، راته وايي چې ډېر زړور او د حیرانۍ وړ کار دې کړی دی."
د راپور بشپړوونکي: مریم امان، سایمون فریزر، فیلان چاترجي. عکسونه او ویډیو، د میراجان عبدالله