د هګۍ ژېړ د زړه حملې خطر ډېروي او که نه او د ورځې څو هګۍ خوړلی شو؟

په دې کې ښکاري چې هګۍ په یوه کاسه کې اچول شوې او کاشقې باندې د هګۍ ژېړ اخیستل شوی دی.
د عکس تشریح،
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

هګۍ ته په ټوله نړۍ کې بدن او روغتیا ته د ګټورو خوړو په سترګه کتل کېږي خو بیا یې هم په اړه له خلکو سره بېلابېلې پوښتنې او اندېښنې شته. لکه: د چرګې هګۍ خو به د وینې غوړ یا کولېسټرول نه ډېروي؟ د ورځې څو هګۍ خوړلی شو؟ د کورنیو چرګو هګۍ ښې دي او که د فارمي؟ پخه هګۍ ښه ده او که اومه؟ که سپين یې وخورو او ژېړ یې پرېږدو نو بیا...؟

دې ته ورته ګڼې پوښتنې د خلکو په ذهن کې ګرځي خو راځئ وګورو چې متخصص ډاکټران یې په اړه څه وايي؟

د تغذیې متخصص هندی ډاکټر ارون کمار وايي چې یوه عادي هګۍ شاوخوا ۶۰ کالورۍ او نږدې شپږ ګرامه باکېفیته پروټين لري. د هګۍ پروټين ځکه د ښه کېفیت بلل کېږي چې بدن یې په اسانۍ هضمولی شي او په نورو خوړو کې د پروټينو د ګټې معلومولو لپاره هم هګۍ معیار بلل کېږي.

د هګۍ ژېړ تاواني دي او که ګټور؟

په دې انځور کې ښکاري چې یوه کس جوش کړې هګۍ دوه برخې په لاس کې نیولې دي. لاس د یوه نارینه ښکاري.
د عکس تشریح،

عام تصور دا دی چې د هګۍ سپین ګټور او ژېړ یې تاواني دي خو ډاکټر ارون وايي چې یوازې په ژېړو کې نه بلکې په سپينو کې هم پروټين وي.

د هګۍ ژیړ کولین نومي غذايي مواد لري چې د مغزو او عصبي سیستم لپاره مهم دي. د میندواره ښځو او په رحم کې یې د ماشوم ودې ته هم ګټه لري. همداراز په ژېړو کې یې لوټين او زیاکسانتین هم شته چې د سترګو او عصبي سیسټم روغتیا ته ګټه رسوي.

د امریکا د بیولوژيکي ټېکنالوژۍ ملي مرکز (اېن‌سي‌بي‌ای) په یوه څېړنه کې هم هګۍ د کولین، فولیت، ویټامین ډي، ایوډين، د بي ویټامینونو او د لوړ کېفیته پروټين سرچینه بلل شوې ده.

هګۍ د زړه ناروغیو لامل کېږي؟

د یوې هګۍ په ژېړو کې شاوخوا ۲۰۰ ملي ګرامه کولېسټرول وي. له همدې امله له اوږدې مودې دا اندېښنه وه چې هګۍ ښايي د وینې کولېسټرول لوړ او د زړه د ناروغیو خطر زیات کړي.

خو د امریکا د بیولوژيکي ټېکنالوژۍ ملي مرکز په څېړنه کې ویل شوي چې د روغتیا اړوند ادارې اوس هګۍ د کولېسټرولو د لوړولو او د زړه ناروغیو لامل نه ګڼي.

ډاکټر ارون کمار هم وايي چې په خوړو کې کولېسټرول په وینه کې له شته کولېسټرولو سره توپير لري. په وینا یې، د انسان ځيګر هم کولېسټرول جوړوي او چې څوک کولېسټرول لرونکي خواړه وخوري نو په بدن کې د کولېسترولو د تولید کچه ورسره کمېدای شي.

ډاکټر ارون وايي چې په وینه کې د(اېل‌ډي‌اېل) یا د "بدو کولېسټرولو" لوړه کچه د زړه له ناروغیو سره تړلې خو له خوړو ترلاسه کېدونکي کولېسټرول په ټولو خلکو کې په یوه اندازه د وینې کولېسټرول نه لوړوي.

د امریکا د بیولوژيکي ټېکنالوژۍ ملي مرکز د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په یوه رپوټ کې هم راغلي چې پخوانۍ سپارښتنې په دې ولاړې وې چې هګۍ دې کمې وخوړل شي خو نوې څېړنې ښيي چې په خوړو کې شته غوړ د وینې د هغو کولېسټرولو په لوړولو محدود اغېز لري چې د شیریانونو د تنګېدو لامل کېږی.

د ورځې څو هګۍ خوړلی شو؟

په دې انځور کې یو لاس ښکاري چې هګۍ یې نیولې ده.
د عکس تشریح،

باید دې ته مو پام وي چې کولېسټرول یوازې په هګيو کې نه دي بلکې په لبنیاتو او غوښه لرونکو خوړو کې هم وي چې موږ یې خورو.

ډاکټر ارون وايي چې د زړه پر ناروغیو د اخته کسانو په ګډون، ګڼو خلکو ته په اعتدال سره د ورځې له یوې تر دوو بشپړو هګیو خوړل ستونز نه لري.

خو د ده په وینا، هغه کسان چې د وینې د لوړو غوړو نادره ارثي ناروغي یا (هایپرلیپيډيمیا) لري، باید د هګۍ د ژېړو خوړلو په اړه له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، له شپږ میاشتېنۍ د ماشومانو په خوړو کې هګۍ ور ګډولی شئ.

ماشومان، میندواره ښځې او لویان ټول د ورځې تر دوو هګیو خوړلی شي. خو څوک چې ورزش او سخت فزیکي فعالیت کوي نو هغوی د ورځې درې هګۍ هم خوړلی شي ځکه چې بدن یې اضافي پروټينو ته اړتیا لري.

همداراز چاغ او پر شکرې ناروغۍ اخته کسان هم په خپل غذايي رژيم کې هګۍ شاملولی شي.

د کورنیو او که د فارمي چرګو هګۍ ښې دي؟

په دې انځور کې دوه هګۍ ښکاري، دواړه خامې او سلامتې اېښودل شوې دي.
د عکس تشریح،

د کورنیو او فارمې چرګو په هګیو کې د پروټین او ډېرو نورو غذایي موادو اندازه نږدې یو شان ده.

خو ډاکټر ارون کمار وايي چې کورنۍ چرګې تر ډېره طبیعي خواړه خوري نو ځکه یې ښايي په هګیو کې د ځينو کیروټينایډز اومیګا-۳ غوړو کچه د فارمي چرګو له هګیو یو څه ډېره وي، خو د پروټينو له پلوه د دواړو هګیو ترمنځ د پام‌وړ توپير نه شته.

دی زیاتوي چې که څوک د پروټينو لپاره هګۍ خوري نو حاجت نه شته چې د کورنیو چرګو هګیو باندې اضافي پیسې ورکړي بلکې هماغه د فارمي چرګو هګۍ دې خوري.

اومې هګۍ خوړل څنګه دي؟

د یوې هګۍ انځور دی چې پکې ښکاري هګۍ په غوړیو کې سره کېږي. هګۍ ښه نه ده سره شوې او د پخیدو په حال کې ده، سپین یې لا مایع حالت کې دي.
د عکس تشریح،

د خوړو متخصصان سپارښتنه کوي چې د اومو یا خامو هګیو خوړل ښه نه دي. ځکه چې په وینا یې، اومې هګۍ د سالمونیلا په څېر باکتریاوې لرلی شي چې د سخت نس‌ناستي او نورو ناروغیو لامل کېدای شي. بله دا چې په خامو هګیو کې اویډین نومي کیمیاوي ماده وي چې په بدن کې د ویټامین بایوټن په جذبولو کې ستونزه پيدا کولی شي.

نو ځکه ډاکټر ارون وايي چې پخول یې ښه دي، که هغه جوش شوې وي، نیمه جوش وي او که په غوړیو کې سره شي؛ په غذايي ارزښت کې یې ډېر توپیر نه رامنځ‌ته کېږی. لنډه ده چې تر اومې هګۍ پخه هګۍ خوړل غوره دي.