تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان د ۱۹ کلنو اسيا جام نیمه پايلوبې ته ووت
د افغانستان ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د اسيا جام سياليو کې شري لنکا ته د ۱۰۶ منډو په لوی توپير ماته ورکړه او د دغه سياليو نیمه پايلوبې ته ووته.
د کرېکټ دا یو ورځنۍ سیالۍ د عمان د مسقط په العامره ښار کې کېږي.
د نننۍ لوبې پچه د شريلنکا لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېکړې یې وکړه. افغان لوبډلې په ۴۹ اوور کې د وروستي لوبغاړي تر سوځېدو پورې ۲۷۵ منډې وکړې او شريلنکا ته یې د ۲۷۶ منډو هدف وټاکه.
شري لنکا ونشوی کړی ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي یې په يوازې ۱۶۹ منډو وسوځېدل.
د افغانستان له اړخه سبحان زاخېل سلیزه او پیلیز توپوهونکي عابدالله عابد پنځوسیزه وکړه.
همدا راز شاه فیصل رحیمي ۳۳ او طاهر سروري ۳۲ منډې وکړای شوې.
د شريلنکا له لوري په توپ اچوونه کې سېتمیکا سېنوېراتنې تر نور بریالی و او درې افغان لوبغاړي یې وسوځول.
د تنکیو ځوانانو د ۲۰۲۶ اسیا جام په سیالیو کې ټولټال ۸ لوبډلې برخه لري.
افغانستان او شريلنکا په (بي) ګروپ کې دي او دا یې وروستۍ ګروپي سیالي ده.
افغان زلمیو تر دې ورمخکې په دغو سیالیو کې خپلو بنګلهدېشي او مالیزیایي همزولو ته ماته ورکړې او د دغو بریاوو له څلورو پواینټونو سره یې نیمهپایلوبو ته تګ نسبتآ ډاډمن شوی دی.
خو شريلنکایۍ لوبډلې لپاره دا سیالي ځکه مهمه ده، چې له خپلو تېرو دوو سیالیو یې یوه ګټلې او بله بایللې ده.
بنګلهدېشۍ لوبډله هم، چې نن له مالیزیا سره لوبه لري، په همداسې حالت دی.
په اې یا الف ګروپ کې تېره ورځ د پاکستان او هند ترمنځ لوبه وشوه چې پاکستان په درېیو وېکټو وګټله.
په هغه ګروپ کې د پاکستان لوبډلې خپلې تېرې دواړه سیالۍ ګټلې، خو هند او متحدو عرب اماراتو یوه یوه او نیپال دواړه لوبې بایللې دي.
د دواړو ګروپونو د سر څلور لوبډلې به د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ (د نومبر ۱۲مه) په نیمهپایلوبو کې سره مخامخ شي.
دا د کرېکټ اسیايي شورا له نوولس کلنو د کمعمره ځوانانو د اسیا جام دیارلسم پړاو سیالۍ دي.
دغه سیالۍ لومړی ځل په ۱۹۸۹ کال د بنګلهدېش په کوربتوب شوې او هند ګټلې وې. دویم پړاو یې بیا ۱۴ کاله وروسته په ۲۰۰۳م کال پاکستان کې وشوې، چې هندي ځوانانو پکې د خپلې اتلولۍ بریالۍ دفاع وکړه.
له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو د اسیا جام شپږم پړاو سیالۍ په ۲۰۱۷ کال مالیزا کې وې، چې افغانستان وګټلې.
او وروستی پړاو یې تېر کال په متحدو عرب اماراتو کې و چې پاکستان وګاټه.