تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ؛ د افغانستان او زېمبابوې ټېسټ لوبه مساوي پايته ورسېده
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دوو ټېسټ لوبو لومړنۍ سيالي مساوي پایته ورسېده.
دا لوبه چې د افغانستان په کوربتوب ترسره شوه، پچه یې زېمبابوې ګټلې وه او په لومړنۍ پاڼۍ کې یې ۵۰۴ منډې وکړې. په ځواب کې افغانستان ۵۱۴ منډې جوړې کړې.
په دویمه پاڼۍ کې د پنځمې ورځې تر پايه زېمبابوې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۲۳ منډې وکړې او له دې سره افغانستان ته په دويمه پاڼۍ کې د منډو جوړولو وخت پاتې نشو او لوبه مساوي پايته ورسېده.
په لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان لوبډلمشر رحمت شاه په ګډون چې ۱۷۳ منډې یې وکړې، دریو افغان لوبغاړو صدیق الله اتل او رحمان الله ځدراڼ سليزې بشپړې کړې.
دا په ټېسټ لوبو کې د رحمت شاه پنځمه سليزه شوه.
نن د ټېسټ لوبې څلورمه ورځ ده. زېمبابوې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۴ منډې کړې وې. اوس به زېمبابوې د دویمې پاڼۍ توپوهنه پيلوي.
ښيلاسی توپ وهونکی رحمانالله په داسې حال کې سلیزه کړې، چې دا یې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره لومړنۍ ټېسټ سیالي دي.
صدیق اتل بیا تر دې ورمخکې همدلته په متحدو عرب اماراتو کې د بنګلهدېش خلاف هم په ټېسټ سیالۍ کې سلیزه کړې وه.
دغه لوبه چې د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په شارجه کې ترسره کېږي، پچه یې زېمبابوې ګټلې او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې ده.
د زېمبابوې لپاره برنډن ټېلر ۱۳۱، براين بېنېټ ۱۲۸، وېسلې مدېور ۵۴، تفدزوا ۴۴، بېن کرن ۴۲، ګرېم کرېمبر ۳۴ او اېنوسېنټ کايا ۳۴ منډې وکړې.
د افغانستان له اړخه محمد سليم او قيس احمد هر يوه دری دری، ضيا الرحمان اکبر دوې، ضيا الرحمان شريفي او حشمت الله شیهدي يوه یوه وېکټه واخيسته.
د افغانستان له اړخه زېمبابوې سره لومړۍ ټېسټ سیالۍ لپاره د رحمت شاه زرمتي په مشرۍ صدیقالله اتل، حشمتالله شهیدي، عبدالمالک، شاهدالله کمال، اکرام علېخل، رحمانالله ځدراڼ، قیس احمد، ضیاء الرحمن اکبر، ضیاء الرحمن شریفي او محمد سلیم اخیستل لوبېږي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان او زېمبابوې له دې ټېسټ لوبې وروسته یوه بله پنځه ورځنۍ سیالي هم لري.
افغانستان که څه هم ډېرې ټېسټ لوبې نه کوي خو څه موده وړاندې یې له بنګله دېش سره يوه ټېسټ لوبه لرله چې مساوي پايته ورسېده.