په خټه افغانې عایشه وهاب د امریکا د کانګرس ټاکنې وګټلې

د عکس سرچینه، Getty Images
عایشه وهاب له کلیفورنیا څخه د امریکا د کانګرس ځانګړې ضمني ټاکنې وګټلې. هغه په دې توګه لومړنۍ افغانه-امریکایۍ شوه، چې د امریکا کانګرس ته لار مومي.
دا ټاکنې د کانګرس د ۱۴مې ټاکنيزې حوزې څوکۍ لپاره ترسره کېدې او عایشې پکې د خپل دېموکرات ګوند له ملیسه هېرنانډېز سره سیالي کوله.
پر دې څوکۍ مخکې دېموکرات اېرک سوالوېل دنده ترسره کوله، چې د رون کال اپرېل کې یې د جنسي ځورونې د تورونو له کبله، چې نوموړي رد کړي، استعفا وکړه.
نوموړی هغه مهال د کلیفورنیا د ولایت د څوکۍ ټاکنو ته نوماند و، خو هغه کمپاین یې هم ودراوه.
اوس به کانګرس کې د سوالوېل د استازولۍ پاتې موده، چې په راتلونکې جنورۍ کې پای ته رسېږي، اغلې وهاب بشپړوي.
پنجشنبه ناوخته د ټولو شمېرل شویو رایو پایلې ښيي چې عایشې په دغو ټاکنو څه باندې ۵۳ سلنه رایې خپلې کړې دي.
هغه د دیموکرات ګوند له مترقي "پروګرسېف" دیموکرات پلټفارمه چې د فلسطین ملاتړی دی، دغو سیالیو ته ولاړه وه.
خو ګوندي سیاله یې هېرنانډېز بیا د اسرائیل پلوه پلټفارم له ملاتړه برخمنه وه.
د پولیټیکو د رپوټ له مخې اغلې هېرنانډېر دغو ټاکنو ته کمپاین او ټاکنیزو منډو ترړو لپاره د امریکا-اسرائيل د عامه اړیکو له کمېټۍ (ایپک) څخه نږدې ۳ میلیونه ډالره مالي مرسته ترلاسه کړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
عایشې وهاب په سان فرانسیسکو کې د سيبياېس تلویزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي:
"زه د دې حوزې پر خلکو ډېره ویاړم. هغوی ولیدل چې له بهره میلیونونه ډالر، له ناسمو څرګندونو، ناسمو روایتونو او ناسمو ریکارډونو سره دلته را روان وو، خو بیا یې هم حقیقت درک کړ او ماته یې رایه راکړه."
بلخوا ملیسه هېرنانډېز بیا دغه تلویزیون ته ویلي، چې د راتلونکې نومبر میاشتې په منځمهاله ټاکنو کې به بیا پر دې څوکۍ له اغلې وهاب سره سیالي کوي او دا چې په راتلونکو ټاکنو کې د دې د بریا چانس ځکه ډېر دی، چې د کانګرس د ۱۴مې حوزې لپاره نوې ټاکنیزه نقشه جوړه شوې ده.
د نوموړې په وینا د دې نوې نقشې له مخې دې ټاکنیزه حوزه کې ۲۶ زره نور رای ورکوونکي هم شامل شوي دي.
هغې وویل: "ډبلین ښار به بېرته ترلاسه کړم، هغه ښار چې پخوا یې ما د ښاروالې په توګه دنده ترسره کړې، او وبه کولای شم هلته زرګونه نورې رایې هم خپلې کړم."
د کانګرس د څوارلسمې حوزې لپاره منځهاله ټاکې د راتلونکې نومبر میاشتې پر درېیمه نېټه کېږي کېږي.
دغه ټاکنې به راتلونکو دوو کلونو لپاره له دې حوزې د کانګرس استازی مالوم کړي.
عایشه وهاب څومره پېژنئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
عایشه وهاب د ۱۹۸۷ کال د جنورۍ ۱۱مه نیویارک ښار کې د افغان کډوالو په کورنۍ کې زیږېدلې ده.
مور او پلار یې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له کبله امریکا ته کډوال شوي وو.
عایشه لا ماشومه وه چې پلار ووژل شو او مور یې هم مړه شوه. هغه او خور یې د بې سرپرسته ماشومانو د پالنې بنسټونو کې اوسېدې او وروسته په کالیفورنیا ایالت کې یوې کورنۍ په قانوني توګه د لور په توګه د هغې سرپرستي ومنله.
نوموړې د کالیفورنیا ایالت په فریمونټ ښار کې رالویه شوې او د سویلي کالیفورنیا له پوهنتونه یې په ټولنیز چارو کې دوکتورا اخیستې ده.
هغې سیاست ته له راتګ مخکې په غیر انتفاعي بنسټونو او مشورتي ادارو کې دنده ترسره کړې.
عایشې په ۲۰۱۸ کال کې د کلیفورنیا ایالت د هېوارډ ښاري شورا ټاکنې وګټلې او تر ۲۰۲۲ کال پورې یې هلته دنده ترسره کړه.
نوموړې په ۲۰۲۲ کال کې په خټه لومړۍ افغانه-امریکایۍ او لومړنۍ مسلمانه شوه چې د کلیفونیا ایالت سنا (مشرانو جرګې) ته یې لار وموده.
د یادونې ده چې د هغې په ټاکنیزه حوزه کې ډېر افغان کډوال ژوند کوي او نوموړې ویلي چې په تېرو او اوسنیو ټاکنو کې ورسره د دغو افغانانو ملاتړ ډېر مهم و.



















