د بلوچستان د کورنیو وزیر پر کاروان وسله‌وال برید؛ شپږ ساتونکي یې ټپيان شوي

بلوچستان کورنیو چارو وزیر

د عکس سرچینه، Balochistan Assembly

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاء‌الله لانګو له یوه وسله‌وال بریده روغ وتلی، خو شپږ ساتونکي یې ټپیان شوي‌ دي.

د هغه پر کاروان دا برید نن (جمعه) د بلوچستان په مسټونګ ولسوالۍ کې شوی.

رسمي سرچینو ویلي، چې میرضیا‌ء الله لانګو په کلات کې د پاکستان د ازادۍ ورځې په مراسمو کې له ګډون وروسته بېرته کوټې ته روان و،‌ چې پر کاروان یې د مسټونګ ضلعې ګنډ عمراني‌ سیمې ته نږدې برید وشو.

په دې پېښه کې ټپي شوي کسان درملنې لپاره لومړی په عاجل ډول د مسټونګ شهید نواب غوث‌بخش مېموریل روغتون ته او وروسته ځینې ترې نورې روغتیايي مرستې لپاره کوټې ښار ته لېږدول شوي‌ دي.‌

د بلوچستان کورنیو چارو وزیر تېره ورځ کلات ته تللی و.

هغه نن دغلته په ډي‌سي‌ کمپلېکس کې د پاکستان د خپلواکۍ ۷۹مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې برخه واخیسته.

د نوموړی د دغو مراسمو له پای ته رسېدو وروسته بېرته کوټې ته روان وو چې مسټونګ کې یې پر قافله برید وشو.

ښاغلي لانګو له بي‌بي‌سي سره تلېفوني خبرو کې وویل، چې وسله‌وال بریدګر د سړک دواړو غاړو ته باغونو کې پټ شوي وو او د دوی د کاروان له ور رسېدو سره یې سختې ډزې پیل کړې.

نوموړي وویل: "بریدګر باغونو کې وو او له دواړو غاړو یې زموږ پر موټرونو ډزې کولې."

د بلوچستان کورنیو چارو وزارت په وینا د وسله‌وال بریدګرو او له ده سره د ملو امنیتي کسانو ترمنځ د ډزو تبادلې شاوخوا شل دقیقو کې دوام درلود.

هغه وویل چې دی د برید پر مهال د خپل مرم‍ۍ ضد موتر په مخکینۍ څوکۍ کې ناست و او دا چې د چلوونکي د خوا ښیښه یې ۵ ډزه لګېدلې ده.

میر ضیا‌ءالله لانګو وویل، چې دی د خدای په فضل روغ دی، خو د ساتونکو پر ټپي کېدو خواشینی دی.

د هغه په وینا، دوی پر داسې بریدونو نه شي‌ وېرول کېدای او دا چې حکومت، پولیس او امنیتي ادارې به د وسله‌والو خلاف اقدامات جاري وساتي.

بلوچستان کې له دوو ورځو راهیسې د موبایل او اورګاډي‌ خدمات بند دي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، له تېرو دوو ورځو راهیسې په بلوچستان کې د امنیتي‌ پاملرنو له کبله د موبایل او اورګاډي‌ خدمات بند دي

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د رسنیو د خبرې مرستیال بابر یوسفزي ویلي، چې د ښاغلي لانګو له کاروان سره ملو پولیسو له سختو ځوابي اقداماتو سره بریدګر په شا تمبولي دي.

د هغه په وینا د دغه برید موخه دا ده، چې سیمه ناامنه کړي،‌ خو وسله‌وال ځواکونه د دوی د دغه هوډ ناکامونو ته ژمن دي.

د یادونې ده چې په بلوچستان کې له څه مودې راهیسې امنیتي ‌پېښې او بریدونه پام وړ ډېر شوي دي.

د دغو بریدونو مسوولیت تر ډېره بېلتونپاله بلوڅان اخلي.

د ناامنۍ همدې څپې ته په کتو نن (جمعه) پر دویمه ورځ هم د کوټې په ګډون د بلوچستان سراسر د موبایل خدمتونه بند وو.

پر دې سربېره له ګوټې ښاره نورو ایالتونو ته د اورګاډي‌ خدمات هم ځنډول شوي دي.

چارواکو منلې چې د موبایل او اورګاډي‌ خدمات د امنیتي‌ ملحوظاتو له کبله بند شوي.