تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د انسانډوله روباټ د ۱۰۰ مترو نیړوال ریکارډ
یو انسانډوله روباټ په چین کې د انسانډوله روباټونو د نړیوالو لوبو پر مهال د ۱۰۰ مترو په منډه کې د یوسین بولټ له نړیوال ریکارډ څخه هم ښه وخت ثبت کړ. دغه روباټ د بیجینګ د انسانډوله روباټیک نوښت مرکز جوړ کړی او ۱۰۰ متره یې په ۹.۳۹ ثانیو کې وځغلول.
اته ځله د اولمپیک د سرو زرو مډال ګټونکي یوسین بولټ په ۲۰۰۹ کال کې د انسانانو لپاره نړیوال ریکارډ جوړ کړی و او ۱۰۰ متره یې په ۹.۵۸ ثانیو کې وهلي وو.
دغه روباټ په ډېر لږ توپیر دوه نور روباټونه هم شاته پرېښودل؛ له هغو یو د چین د ځیرک ټیلېفون جوړوونکي شرکت Honor و. دغه شرکت وايي، روباټ یې په ازمایښتي منډه کې ۱۰۰ متره په ۹.۳۲ ثانیو کې وهلي دي.