اریانا افغان هوايي شرکت د کندهار دوبۍ ترمنځ الوتنې بیا پیلوي

کابل
د عکس تشریح، اریانا په کور دننه کندهار، مزارشریف او هرات ته الوتنې لري.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د کندهار او دوبۍ ترمنځ مخامخ الوتنې د جمعې پر ورځ بېرته پیلېږي او دا چې د دغې سیمې د خلکو لپاره به یو نوی فرصت رامخې ته کړي.

د دغه شرکت ویاند عزت‌الله ذکي بي بي سي ته ویلي، چې "دغه الوتنې به د ثابت مهالویش له مخې ترسره کېږي او تمه ده چې د کندهار د سوداګرو، محصلینو او ترانزیټ مسافرو لپاره به لا ډېره اسانتیا رامنځته کړي."

چارواکو دا هم ویلي، چې د دې الوتنې بیا پیل کېدل به د کندهار سوداګریزې اړیکې د دوبۍ له نړیوالو بازارونو سره پیاوړې کړي او د سوداګرۍ لپاره به نوې لارې پرانیزي.

ښاغلي ذکي وویل، د کندهار دوبۍ ترمنځ الوتنۍ به په اوونیز ډول هره جمعه ترسره کېږي.

اوسمهال اریانا افغان هوايي شرکت د چین ارومچي، عرب اماراتو دوبۍ، د سعودي جدې او مسکو په ګډون اتو بهرنیو ښارونو او په کور دننه درې ښارونو ته الوتنې لري.

دغه الوتنې ځینې یې ورځنۍ او یو شمېر یې اوونېزې دي.

اریانا افغان هوايي شرکت د افغاستان یوازینی دولتي شرکت دی چې له ۱۹۵۵ کال راهیسې فعالیت کوي.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې هڅې پیل کړي چې د افغانستان دولتي بنسټونو ته پام ډېر کړي او له نړیوالو بندیزونو په څنډه خپل اقتصادي مټ پیاوړی وساتي خو د دغه شرکت لپاره به اسانه نه وي چې ډېر ژر دې خپل پخواني حالت ته وګرځي.

یو مهال اریانا د اروپا په ګډون د نړۍ مهمو ښارونو ته الوتنې درلودې، خو په ۱۹۹۰ کلونو کې د کورنیو جګړو له امله د نورو بنسټونو په خوا کې دا هوايي لیکه هم له کاره ولویده.

د جګړو له دوام سره د سیمې په کچه دغه هوايي شرکت ان په کور دننه او نړیواله کچه د خپل فعالیت کچه راټیټه کړه.

په ۲۰۰۶ کال اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې د افغانستان د دې دولتي هوايي شرکت الوتنو ته د دغه ټولنې هیڅ هېواد ته د الوتنو اجازه نه ورکوي او دا چې دغه شرکت به په تور لېست کې وي.

ګوتنیونکي وايي، له ۲۰۰۱ کال وروسته چې افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په حضور کې د بیارغونې لپاره لوړ لګښتونه وشول، د اریانا په ګډون ډېرو مهمو او حیاتي بنسټونو ته پام ونه شو.

فساد او ټګي برګي یو بل دلیل یادېږي چې وايي د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پیاړتیا پر وړاندې یې خنډونه پېښ کړل.

د کابل لپاره هوايي چلند له دې امله ارزښناک بلل کېږي چې په وچه کې راګېر هېواد نړۍ ته د تګ راتګ او ټرانزېټ لپاره د سمندر او ځمکې ډېرې لارې نه لري.