حوثیان څه ډول په (افریقاښکر) کې خپلې اړیکې پراخوي؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, سميه نصر
- دنده, بي بي سي نيوز عربي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې
د یمن د انصار الله حوثي ډله تر باب المندب تنګي لاندې د ستراتیژیکو سیمو له نیولو او د سعودي پر ژورو څنډو د بریدونو له ترسره کولو وروسته، ډېره پیاوړی او با نفوذه برېښي. دا پېښې په وروستیو کلونو کې د حوثیانو د پوځي وړتیاوو لوی پرمختګ بلل کېږي.
دا پېښې په داسې حال کې رامخې ته کېږي چې د سره سمندر په غاړو کې د حوثیانو د حضور او اړیکو د پراخېدو نښې ډېرې شوې دي. د تېرې میاشتې په پای کې د نیویارک مېشتې امریکايي نا انتفاعي څېړنیزې بنسټ ( د سینچري) له لوري خپاره شوي رپوټ کې د انصار الله حوثي ډلې او افریقا کې د وسلوالو ډلو ترمنځ د پرمختلونکو اړیکو سندونه وړاندې کړي دي.
د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د حوثیانو او د القاعدې پورې تړلې د سومالیا د الشباب اسلامي ډلې ترمنځ د وسلو، کسانو او روزنیزو چارو د لېږد شواهد هم د دغه څه یو بل ثبوت یادېږي.
په افریقا کې د حوثیانو جوړې شوې اړیکې تر کومه بریده ژورې دي؟ او ایا موږ د یوې سیمه ییزې شبکې د رادبره کېدو ګواهان یو، هغسې چې (سینچري) یا پېړۍ په نوم بنسټ راپور اشاره ورته کوي؟ او د سره سمندر په دواړو غاړو کې د وسلوالو ډلو ترمنځ د اړیکو پراختیا د وسلوالو شخړو همغاړي کېدو لامل کېږي؟
له "الشباب" سره اړیکې: له ګټپالنې تر ستراتېژیک تړاوه
د وسلوالو ډلو د مرکز همکارې او د "پېړۍ بنسټ" د راپور یوې لیکوالې، ندوی الدوسري له بی بی سی عربي سره په خبرو کې وویل، په افریقا کې د حوثیانو ډېرې اړیکې په پیل کې یوازې د ګټو تر بریده او معاملو پورې وې، ځکه "حوثیانو تل د افریقا په ښکر سیمه کې پر قاچاقبرانو او جرمي شبکو تکیه کړې د دې لپاره چې وسلې، کسان او توکي ولېږدوي، خو موږ وموندله چې دا اړیکې خورا پراخې شوې دي، په ځانګړي ډول د اکټوبر د اوومې له پېښو وروسته."
په دې سیمه کې د حوثیانو د اړیکو د پراختیا ترټولو روښانه شواهد له سومالیا راځي، هلته چې د انصار الله او "الشباب المجاهدین حرکت" ترمنځ اړیکو په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی، دا خبره د پېړۍ نومې بنسټ او د ملګرو ملتونو د کارپوهانو کمیټې په راپورونو کې شوې ده.
د ملګرو ملتونو راپور، چې د تېر کال په پای کې خپور شو، دې ته اشارې کوي چې د دواړو لورو ترمنځ همکاري خورا ژوره شوې. د وسلو قاچاق، تخنیکي روزنې په شمول د عملیاتي تاکتیکونو په برخه کې د پوځي تجربو راکړه ورکړه او لوژستیکي ملاتړ هم په کې راځي. دا کار ښايي نه یوازې د یمن امنیت او ثبات، د ټولې سیمې لپاره خطر رامنځته کړي. راپور له الشباب ډلې سره د دې همکارۍ موخه یوازې يوه معاملهاي یا د ګټې اړیکه نه ده بللې، ورسره دا د حوثیانو د هغې ستراتیژۍ برخه ده چې غواړي په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي.
د ملګرو ملتونو راپور د سومالیايي چارواکو له لوري له یمن د قاچاق شویو وسلو او چاودېدونکو توکو نیولو ته اشاره کوي، او د الشباب اړوند د یوه سومالیايي وګړي اعتراف یادوي چې له حوثیانو سره یې همغږي کوله او په یمن کې د حوثیانو تر واک لاندې سیمو کې شاوخوا ۴۰۰ سومالیايي وګړو ته د پوځي او اېډیالوژیکو روزنو په سمبالښت کې یې مرسته کوله. راپور زیاتوي چې د کارپوهانو کمیټې له مسؤلو سرچینو داسې معلومات ترلاسه کړي چې ښيي الشباب ډله په حضرموت ولایت کې عملیاتي حضور لري او هلته د مېشتو سومالیايي خاښ اصلي دنده له حوثيانو د وسلو پېرل او سومالیا ته یې قاچاقول دي.
د پېړۍ نومې بنسټ راپور، چې سرلیک یې دی: "له تړاو لرونکي ملګري تر محوري مرکزه: حوثیان په افریقا کې"، په یمن کې سومالیايي سرتېرو ته د حوثیانو د روزنې ورکولو د هڅو خبره کوي او وایي چې حوثي انجنیران د سومالیا د الشباب تر واک لاندې سیمو ته تللي دي. د چاودېدونکو توکو په جوړولو، د ځانګړو اړتیاوو له مخې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) په جوړښت کې په بدلونونو او د وسلو په ساتنه او رغونه کې روزنې یادې شوې دي.
الدوسري وایي چې حوثیان "په افریقا ښکر سیمه کې ورور ورو ځای پیدا کوي، پهکې شبکې، اړیکې او سیمه ییز نفوذ هم مومي. د الشباب ډله له هغو وسلو، ټیکنالوژۍ او پوځي تجربو ګټه اخلي چې حوثیانو په یمن کې د څه باندې یوې لسیزې جګړې په ترڅ کې ترلاسه کړې دي."
په دې اډانه کې، د انصار الله حوثي غورځنګ نږدې پوځي شنونکی او کارپوه، عبد الغني الزبیدی د حوثیانو او په سومالیا کې د الشباب ډلې ترمنځ د هر ډول اړیکو د رامنځته کېدو شونتیا رد کړه او هغوی یې "تکفیري او تندلاری لوری" ونوماوه. هغه بی بی سی ته وویل: "د شواهدو له مخې، دا ناشونې ده چې د انصار الله او په سومالیا کې د الشباب ډلو ترمنځ کومه اړیکه وي، او دا موضوع بیخي مطرح نه ده چې صنعا دې له داسې بهیرونو سره خپلو ګټو ته له پاملرنې پرته اړیکې جوړې کړي." هغه وپوښتل: صنعا اوسنیو جګړه ییزو شرایطو کې څنګه کولی شي سومالیا ته د وسلو لېږلو بهیر پرمخ بوځي؟
الزبیدي په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر کرهوالي شک څرګند کړ او دا یې روښانه کړه چې دا راپورونه "په ډېرو برخو کې پر لوېدیځو یا امریکایي راپورونو تکیه کوي، پرته له دې چې د معلوماتو د سموالي د تایید لپاره کومه خپلواکه شبکه دې وي."
په صنعا کې د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي، حزام الاسد هم د هغې پخلی وکړ او بی بی سی ته یې وویل چې د ملګرو ملتونو ځینې راپورونه پر "ګمراه کوونکو او د دوښمنانو سعودي سرچینو او معلوماتو" بسنه کوي، او له دغه سازمانه یې وغوښتل چې د دوی په انګېرنه "د سعودي د تیري او نیواک له امله" د یمن د خلکو پر دردونو او کړاونو پام وکړي.

د عکس سرچینه، AFP
حوثیان او الشباب جلا موخې لري او په جلا چاپېریال کې کار کوي. دواړه لوري له ایډیالوژیک پلوه هم توپیر لري، ځکه حوثیان د زیدی شیعه مذهب پیروان دي، او د الشباب ډلې غړي سني مذهبه دي. نو د دواړو لورو ترمنځ اړیکه به يوازې پر ګټو ولاړه پاتې شي، که شونې ده چې له دې لرې پړاوونو به ورسېږي؟
له بي بي سي عربي څانګې سره په خبرو کې، د ناروې د ژوندیو علومو پوهنتون د سیاسي علومو استاد او د "په سومالیا کې الشباب: د یوه وسلوال اسلامي حرکت تاریخ او ایډیالوژي" کتاب لیکوال، سټیګ یارل هانسن وایي: "ایډیالوژیکو توپیرونو ته په پام سره، پهکې د دې شونتیا هم شته چې داسې اړیکه د الشباب د جنګیالیو د دفاع لامل شي، زه فکر کوم چې د دې اړیکې څرنګوالی يوازې سوداګریز او د ګټو پر بنسټ دی."
هانسن زیاتوي: "ښایی د الشباب ځینې مشران وي چې غواړي د بې پیلوټه الوتکو په جوړولو کې د حوثیانو له کمالونو ګټه پورته کړي. په ټولیز ډول، الشباب توانېدلي چې لویه مالي سرچینه ومومي، چې دا هم د حوثیانو لپاره د ور ماتولو یو دلیل کېدلی شي."
خو الدوسري پر دې باور ده چې د دواړو لورو ترمنځ اړیکه ښايي په راتلونکي کې د یمن د جګړې او د سومالیا د جګړې ترمنځ پیاوړې مخامخ اړیکه جوړه کړي چې ماتول به یې سخت وي، ځکه په سومالیا کې د مګدېشو حکومت او الشباب ترمنځ له نږدې دوو لسیزو راهیسې وسلواله شخړه روانه ده: "کله چې دوه ډلې شخصي اړیکې، د روزنې لاري، د وسلو د لېږد شبکې او د تخنیکي تجربو د لېږد لارې جوړې کړي، دا ټول کولی شي دوام ومومي ان که هغه سیاسي شرایط هم بدل شي چې په اصل کې یې دا دوه ډلې سره نږدې کړې وې. همدا لامل دی چې دا اړیکه په ځانګړي ډول اندېښمنوونکې ده."
د سره سمندر له لارې پراخه خپرېدنه
سومالیا په افریقا ښکر سیمه کې یوازینی هېواد نه دی چې د حوثیانو پام یې وراړولی دی. د پېړۍ بنسټ راپور د جېبوتي، سودان او اریتریا یادونه هم کوي. دا داسې هغه نور هېوادونه دي چې د حوثیانو او د هغوی د شبکو فعالیتونه پهکې مخ په ډېرېدو دي، یا پهکې داسې حالت دي چې ښايي په راتلونکي کې دې ډلې ته د خپل نفوذ لمنې پراخولو موکې ورکړې.
ښايي جغرافیه د هغو لاملونو په روښانولو کې مرسته وکړي چې ولې حوثیان لېواله دي، د خپلو وسلو د جوړولو لپاره د اومو توکو او اړینو برخو ترلاسه کولو سرچینې نوې کړي، په ځانګړي ډول په جېبوتي کې چې د سره سمندر په سویلي وره کې ټیک یمن ته مخامخ پروت دی، او د سیمې یو تر ټولو مهم بندر (د جېبوتي بندر) لري چې د باب المندب تنګي پر دروازه ودان دی.
راپور وړاندې کاږي چې دا بندر د حوثیانو د قاچاقي عملیاتو پر یوه مرکز اوښتی، او هغوی له سوداګریزو بنسټونو او قانوني ټرانسپورټي شبکو ګټه اخلي چې ترې اړین وسایل او برخې ترلاسه او بیا یې یمن ته ولېږدوي.
په دې کې، الزبیدي چې د انصار الله حوثي غورځنګ ته نږدې سړی دی، پر دې باور دی چې د جېبوتي بندر د ملګرو ملتونو د پخلي او څار تر مېکانیزم لاندې دی، او پوښتي چې په بندر کې د پرمختګونو څارلو لپاره د امریکایانو او سعودیان پرلپسې شتون ته په پام سره، څنګه دا ډله له دې لارې د توکو په قاچاق تورنېدای شي.
د راپور پر بنسټ، حوثیانو د ۲۰۲۴ کال په منځ کې له چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) سره د سودان د پوځ په شخړه کې د دغه ډلې ملاتړ و کړ، ځکه راپورونو ښودلې چې هغوی د ایران په استازیتوب سپکې وسلې ورلېږدولې دي.
دې رپوټ د څو سرچینو له نکله پورت سودان (Port Sudan) بندر کې د حوثيانو شتوالي ته په اشاره وايي چې له دغه ځایه د لوژستیکي او مالي مرکز په توګه ګټه اخلي. دا رپوټ د سرسمندر له لارې په دواړو لورو کې د وسلو او کسانو تګ راتګ ته هم اشاره کوي. که څه هم د دې ادعاوو د پخلي لپاره د ثبوتونو شمیر مخ په ډېرېدو دی، راپور کاږي چې دا ثبوتونه غوڅ نه دي.
د پېړۍ نومې بنسټ راپور دا یادونه کوي چې حوثیان ښايي د ایران په مرسته له اریتریا سره خپلې اړیکې بیا ورغوي، او کېدلی شي ترې یمن ته د روانو وسلو د تېرېدو د لارې په توګه ګټه واخلي. خو له پرانیستو سرچینو ترلاسه شوي اسناد تر اوسه پورې په دغو ادعا شویو قاچاقي سیمو کې د داسې فعالیتونو په پرېکنده توګه نه تاییدوي.
الدوسري وایي چې د پرېکنده ثبوتونو نشتوالی نه باید "موږ د دې لامل کړي، څه چې په افریقا ښکر کې ووینو سترګې پرې پټې کړو"، او خبرداری ورکوي: "یو درس شته چې موږ په یمن کې له جګړې زده کړ، هغه دا چې د کافي ثبوتونو د نشتوالي له امله د حوثیانو ارزښت ته دې په کمه ونه کتل شي. ما ته یادېږي چې یوه لسیزه وړاندې له حوثیانو د ایران د ملاتړ په اړه بېلابېل نظرونه وو، او دا د روښانه ثبوتونو د نشتوالي له امله وو. خو تر هغه وخته چې ثبوتونه وموندل شول، حوثیانو لا ډېر مزل کړی و او پوځي وړتیاوې یې پیاوړې کړې وې، له ایران سره یې اړیکې غښتلې شوې وې، او مخنیوی یې خورا ګران شوې وه."
له اریتریا سره د اړیکو په اړه عبد الغني الزبیدي وایي: "زه دا ګڼم چې اړیکې شته او اریتریا به د صنعا حکومت په رسمیت وپېژني." خو هغه پر دې باور نه دی چې اریتریايي لوری په بنسټي توګه یمن کې له انصار الله حوثي غورځنګ سره د اړیکو جوړولو هڅه کوي. هغه د یمن په سیمه ییزو اوبو کې د اریتریايي ځواکونو له خوا د یمني کب نیونکو د ځورولو په اړه د یمنیانو شکایتونو ته اشاره کوي، او ترڅنګ یې په صنعا کې د دې اندېښنو یادونه کوي چې اریتریا ښايي له امریکا سره اړیکې ټینګې کړي، چې دا کار یمن ته خطر پېښولی شي.

موږ د یوې سیمه ییزې شبکې د جوړېدو شاهد یو؟
د پېړۍ نومې بنسټ رپوټ دا ګڼي چې د سره سمندر او عدن خلیج تر څنګ په افریقا ښکر سیمه کې د حوثیانو پراختیا، د هغو هڅو پېښې کول دي چې ایران او د لبنان حزب الله ډلې د روانې پېړۍ په پیل کې په منځني ختیځ کې د وسلوالو ډلو د شبکو د جوړولو لپاره کولې، هغه چې وروسته د "مقاومت محور" په نوم یادې شوې، او حوثیان هڅه کوي چې د دغه محور د نوي مرکز په توګه خپل ځای لوړ او پیاوړی کړي.
خو هانسن پر دې باور دی چې د وسلوالو ډلو د یوې پراخې سیمه ییزې شبکې جوړول د اوسنیو اړیکو په کچه"خورا مبالغه امیزه" خبره ده، او وايي چې "په افریقا کې د حوثیانو فعالیتونه لا هم محدود دي او د ایران د فعالیتونو په پرتله بېخي لږ دي."
د ایران ونډه دې برخه کې خورا پېچلې ده. د تهران او حوثیانو ترمنځ نږدې ملګرتیا شته چې له ایراني پوځي ملاتړه یې ګټه اخیستې، خو هغوی اوس د خپلو وسلو د سیسټمونو په جوړولو کې وړاندې تللي دي. له تهران سره د هغوی اړیکه پر دې معنا نه ده چې ایران پر هغوی بشپړ کنټرول لري. هانسن وایي: "حوثیان له ایرانیانو سره ملګري دي، خو داسې ګوډاګيان یې نه دي چې تهران یې لوبولی شي. حوثيان کولی شي د ایران ملاتړ وکړي، خو تر هغه بریده چې دا ملاتړ هغوی ته په درنه بیه پرېنوځي."
نو پوښتنه دا ده چې، څه داسې نښې او اسناد شته چې وښيي له افریقا ښکر سیمه کې له وسلوالو ډلو سره د حوثیانو اړیکې په یوې داسې سیمه ییزې شبکې بدلېږي چې د دوام او پاتې کېدو وړتیا ولري؟
عبد الغني الزبیدي د انصار الله حوثي غورځنګ او د افریقا ښکر هېوادونو ترمنځ اړیکې "محدودې" بولي او وایي: "موږ هیله لرو چې د سره سمندر پر غاړه له پرتو یا موږ ته له نږدې هېوادونو له کوم یوه سره امنیتي، سیاسي یا اقتصادي اغېز ولرو، خو زه فکر کوم حوثیان نن ورځ دې سوچ کې دي چې څنګه د خوراکي توکو او وسلو اکمالات ډاډمن کړي، موږ همدا اوس د جګړې په حالت کې یو."
الدوسري وایي چې د دې اړیکو د پرمختګ کچه مشخصول به ستونزمنه وي ځکه چې دغه فعالیتونه به په ډېر احتمال په پټه توګه دوام ومومي، "خو هغه څه چې زه به یې وڅارم د هغو وړتیاوو ثبوتونه دي چې په عمل کې لېږدول کېږي: دا چې د الشباب ډله یا کومې نورې وسلوالې ډلې د افریقا ښکر سیمه کې له داسې ډرون الوتکو یا وسلو ګټه واخلي چې د حوثي یا ایراني ټیکنالوژۍ نښې ولري، یا په عدن خلیج او لوېدیځ هند سمندر کې د نورو پېچلو یا همغږو سمندري بریدونو تر سره کول، یا په سومالیا کې د حوثیانو پراخ حضور یا دا چې د قاچاق، روزنې او لوژستیک عملیات نور هم پېچلي او همغږي شي."
الدوسري وایي، د دغو اړیکو لا ټینګېدو کې، په باب المندب او عدن خلیج کې سمندري امنیت ته پېښ ګواښونه کېدلی شي نور هم پراخ او عمل کې ولیدل شي. په پایله کې به د هغو پېژندل، مشخصې ډلې ته منسوبول یا شنډول خورا ستونزمن کار وي.
د دې راپور په چمتو کولو کې ایثار شلبي مرسته کړې ده.


















