افغانستان کې د مالګې تولید

افغانستان کې د مالګې تولید
د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، دا هېواد د مالګې د تولید په برخه کې پر خپل "ځان بسیا" شوی دی.

د طالبانو چارواکي وايي، په افغانستان کې د مالګې کلنی تولید ۳۴۴ زره ټنو ته رسېدلی دی.

د دوی په وینا، د افغانستان کلنۍ اړتیا شاوخوا ۳۰۰ زره ټنه مالګه ده.

د طالبانو حکومت وايي، مالګه له ۱۴ کانونو استخراجېږي او په لسګونو فابریکو کې پروسس او چاڼ او تصفیه کېږي.