زورورو سېلابونو د نیپال او تبت د پولې په سیمو کې له ۱۵۰ ډېر کسان وژلي، سلګونه سیلانیان بې درکه دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په نیپال کې د سختو سېلابونو او ځمکښوېدنې له کبله تر ۱۵۰ ډېر کسان مړه شوي او سلګونه سیلانیان بې درکه دي.

د نیپال سیلګرۍ تنظیم کوونکې ادارې مسوولین وايي، په بې درکه شویو سیلانیانو کې له ۱۰۰ ډېر هندیان، ۵۴ امریکایان، ۳۳ برېتانویان او نژدې ۱۰۰ نیپالیان شامل دي. هغه سیمه چې سېلابونه پکې راوتلي د مذهبي زیارت کوونکو او غرختونکو له کبله ډېره مشهوره ده.

په تبت کې د چین دولتي رسنۍ راپور ورکوي چې درې کسان مړه شوي او ۲۶۵ نور لا هم بې درکه دي. د چین د دولتي ټلوېزیون (سي سي ټي وي) لخوا خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د اوبو او خټو یوه ستره څپه د سرحدي تګ راتګ په یوه مرکز کې پر ودانیو ورننوتې ده.

په نیپال کې لسګونه پولیس او د پوځ افسران او دغه راز د برېښنا د سکټور کارکوونکي بې درکه دي.

یوې ښځې بي بي سي ته ویلي: ''زما کورنۍ زما د سترګو په وړاندې سېلاب یوړه.''

هغه وايي، دا او زوی یې د یوې ودانۍ بام ته په ختلو سره ژوندي پاتې شول.

چارواکو په لومړیو کې ګومان کاوه چې ښايي له سېلابونو مخکې زلزله شوې وي، خو د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې (یو اېس جي سي) وروسته وویل چې ''دا زلزله نه وه، بلکې ثبت شوې زلزله ییزه انرژي د ځمکې د ښویېدو (ځمکښویېدنې) له امله رامنځته شوې وه.''

په نیپال کې چارواکي وايي، له ۵۰۰ څخه زیات سیلانیان بې درکه دي.

د نیپال لومړی وزیر بالېندرا شاه، وايي، ټول هېواد ''سخت خواشینی او ژور اندېښمن'' دی. د نیپال د راسووا سیمې یوه لارښود بي بي سي ته ویلي چې دعا کوي بې درکه خور یې ژوندۍ وموندل شي.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې خړې اوبه په ډېر زور بهېږي، پلونه په دوو ټوټو وېشي او پراخ ویجاړی رامنځته کوي.

د ګیرونګ (Gyirong) سرحدي تګ راتګ په مرکز کې د امنیتي کمرې ویډیو ښيي چې مخکې له دې چې د اوبو یوه ستره څپه پر ودانۍ ورخوره شي، خلک د ځان ژغورنې لپاره منډې وهي.

اندېښنه څرګندېږي، چې په راتلونکو ورځو کې د مړو او بې درکه کسانو شمېر نور هم لوړ شي، ځکه چې د دې ناورین اصلي کچه لا هم په بشپړه توګه نه ده څرګنده شوې.

د ترلاسه شویو سفري اسنادو له مخې، د ورکو شویو برېتانوي وګړو په ډله کې درې نارینه شامل دي چې عمرونه یې ۶۵، ۶۴ او ۵۲ کاله دي، او اووه ښځې دي چې عمرونه یې ۴۴، ۴۷، ۵۱، ۶۰، ۶۳، ۶۳ او ۶۵ کاله ښودل شوي دي.

د دغو کسانو په اړه د هغوی د نومونو په ګډون، نور جزئیات تر اوسه نه دي خپاره شوي.

د نېپال پولیسو تر اوسه تائید کړې چې په ټولیز ډول ۳۳ برېتانوي وګړي په دغه هېواد کې لا هم بې درکه دي.

بل لور د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د نیپال او تبت پر پوله د ناڅاپي سېلابونو له امله د اوکرایین ۵۳ وګړي لا هم ورک ګڼل کېږي.

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت د بي بي سي اوکرایین څانګې ته ویلي چې دغه معلومات د نیپالي چارواکو لخوا ورکړل شوي دي.

وزارت زیاته کړې چې تر اوسه داسې هېڅ معلومات نه شته چې وښيي ورک شوي اوکراینیان د پېښې د وژل شویو یا ټپیانو په ډله کې شامل دي. دغه راز، وزارت ویلي چې د ورکو شویو کسانو د خپلوانو لخوا ورته پرله پسې پیغامونه او پوښتنې رسېږي.

چارواکي وایي چې د ورکو شویو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي او د وضعیت څارنه په نږدې توګه دوام لري.

د اسټرالیا حکومت د نېپال د طبیعي ناورین په اړه په خپل لومړني رسمي غبرګون کې ویلي چې ''یو شمېر اسټرالیايي وګړي'' په هغه سیمه کې وو چې د سختو سېلابونو له امله اغېزمنه شوې ده.

تر اوسه د ورکو شویو کسانو په ډله کې د اسټرالیايي وګړو کره شمېر نه دی تائید شوی.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت (DFAT) یوه ویاند ویلي: ''موږ په نېپال او د چین د تبت په سیمه کې د سختو سېلابونو له امله له ټولو زیانمنو شویو کسانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو.''

په اعلامیه کې راغلي: ''موږ خبر یو چې په سیمه کې یو شمېر اسټرالیايي وګړي شته دي او اسټرالیايي چارواکي په بېړني ډول کار کوي چې د هغوی د خوندیتوب او وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.''

اعلامیه زیاتوي چې د اسټرالیا حکومت له سیمه ییزو چارواکو او د سیاحت له شرکتونو سره په همغږۍ کار کوي او چمتو دی چې اړینو کسانو ته قونسلګرۍ مرستې برابرې کړي.

د نیپال د سېلابونو په اړه د نړۍ غبرګونونه

وروسته له هغه چې نیپال اعلان وکړ د وروستیو ناڅاپي سېلابونو له امله تر ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي او سلګونه نور، چې سیلانیان هم پکې شامل دي، بې درکه دي، ګڼو هېوادونو د خواخوږۍ او مرستې ډاډ ورکړی دی.

د بېلابېلو هېوادونو غبرګونونه په لاندې ډول دي:

هند: د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي وايي، هېواد یې ''چمتو دی چې نیپال ته هر ډول شونې بشري مرسته برابره کړي.''

متحده ایالات: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له نیپال حکومت سره په اړیکه کې دی او ''د اړتیا په صورت کې د مرستې لپاره چمتو دی.''

اروپايي ټولنه: د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فون ډېر لاین ویلي چې اروپايي ټولنه چمتو ده ''اضافي اروپايي مرستې هم یوځای او برابرې کړي.''

برېتانیا: د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر اېډ مېلیبنډ وايي، د دغه هېواد قونسلي ټیم ''له سیمه‌ییزو چارواکو سره د بېړني غبرګون په برخه کې کار کوي او له اغېزمنو کسانو سره د مرستې هڅه کوي.''

کاناډا: د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني وايي، هېواد یې ''چمتو دی له نیپال سره لازم ملاتړ وکړي.''

پاکستان: د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، د دې ناورین له امله ''سخت خواشینی'' دی او زیاته کړې یې ده چې ''زړه له کومې خواخوږي یې له غمجنو کورنیو او ټولو هغو کسانو سره ده چې د دې تراژېدۍ اغېز پرې شوی دی.''