بلوچستان کې چارواکي وايي، وسله والو د پولیسو یو مرکز ویجاړ کړ او یوه دولتي دفتر ته یې اور ورته کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, محمد کاظم، بي بي سي اردو کوټه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د بلوچستان په پشین او کچهي سیمو (ضلعو) کې ناڅرګندو وسلوالو کسانو بریدونه کړي دي. په دغو بریدونو کې د پولیس یو مرکز (تاڼه) د چاودېدونکو توکو په وسیله ویجاړ شوی او یو تحصیل دفتر سوځول شوی دی.
د پولیس مرکز د ویجاړېدو پېښه د پشین په سرانان سیمه کې رامنځته شوې ده.
په پشین کې د پولیسو یوه چارواکي، انور خان، بي بي سي اردو څانګې ته ویلي چې ناڅرګند وسلوال د پنجشنبې په ورځ د سرانان بازار ته ورغلل او د پولیسو مرکز کارکوونکي یې یرغمل کړل.
د هغه په وینا، وروسته وسلوالو مرکز په چاودېدونکو موادو والوزاوه، خو په دې پېښه کې هېڅ ډول ځاني زیان نه دی اوښتی.
د سرانان د دې برید مسوولیت وسله والې ډلې بلوچ لبریشن ارمي (بي ایل اې) پر غاړه اخیستی دی.
په سرانان کې د خپل ډول لومړۍ پېښه
سرانان د اداري وېش له مخې د پشین ولسوالۍ یا ضلعې برخه ده او له کوټې ښار سره نږدې موقعیت لري. دغه سیمه د کوټې له ښاره شاوخوا ۵۷ کیلومتره شمال ته پرته ده.
د سرانان او پشین اوسېدونکي د بېلابېلو پښتنو قبیلو اړوند خلک دي. په دې سیمه کې دا د خپل ډول لومړۍ پېښه بلل کېږي چې مسوولیت یې بي ایل اې منلی دی.
ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند په سرانان، زیارت، سنځاوي او هرنايي کې د ناامنۍ د وروستیو پېښو غندنه کړې ده.
ګوند په یوه بیان کې غوښتنه کړې چې په حساسو سیمو کې دې د امنیت اغېزمن تدبیرونه وشي، چې خلک وکولای شي له وېرې پرته خپل ورځني ژوند ته دوام ورکړي.
په کچهي کې د تحصیل دفتر سوځول
په کچهي ولسوالۍ کې د تحصیل دفتر په کهټن سیمه کې سوځول شوی دی.
د کچهي پولیسو یوه چارواکي، زاهد حسین، وویل، وسلوال کسان سیمې ته ورغلل او د تحصیل دفتر ته یې اور واچاوه.
د هغه په وینا، د اور له امله د تحصیل دفتر ودانۍ او هلته موجود دولتي اسنادو ته زیان اوښتی دی.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې هم هېڅ ځاني زیان نه دی رامنځته شوی.
د یادونې وړ ده چې په کچهي ولسوالۍ کې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې دي.



















