دوې ښځې د افغانستان ټاکنیزو کمېسیونونو مشرانې وټاکل شوې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

د افغانستان ټاکنیزو کمېسیونونو له خپلنمځي ټاکنو وروسته نن سې شنبه ( حوت ۱۴ ) خپل اداري پلاوی ټاکلی دی. د هغو ټاکنو له پایلې وروسته چې ټاکنو کمېسیون کې وشوې، حوا علم نورستانۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون او زهره بیان شینوارې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشره وټاکل شوه.

د ټاکنو کمېسیون مشرتابه لپاره د حوا علم نورستانۍ او محمد عبدالله تر منځ سیالۍ کې حوا علم نورستانۍ ډېرې رایې تر لاسه کړې.

د افغانستان د ټاکنو خپواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست بي بي سي ته وویل، حوا علم نورستانۍ د دغه کمېسیون نوې مشره ټاکل شوې، سید عصمت الله مل یې مرستیال او مسافر قوقندي د کمېسیون منشي ټاکل شوی دی.

حوا علم نورستانۍ د درېیو کلونو لپاره د ټاکنو کمېسیون غړیتوب ته غوره شوې وه.

هغه کابل ولایت کې زیږېدلې او حقوق یې لوستي. اغلې نورستانۍ د ملي نجات ګوند له خوا دغه پوست ته نومانده وه. مخکې یې له نورستان ولایته په ولسي جرګه کې غړیتوب درلود.

حوا علم نورستانۍ او زهره بیان شینوارې

زهره بیان شینوارې د پنځو کلونو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون غړې ټاکل شوې. هغه د کابل شمال پروان ولایت کې زیږېدلې او په حقوقو کې یې زدکړې کړې دي. اغلې شینوارې د ملي سولې ګوند له خوا دغه پوست ته معرفي شوې وه.

حوا عالم نورستانۍ د بي بي سي عصمت بهیر ته په یوه مرکه کې ویلي، د کار لومړیتوب به یې په کمېسیون کې اصلاحات راوستل، د ولسي جرګې د پاتې وکیلانو د رایو د وروستیو پایلو او د غزني ولایت د ټاکنو لپاره چمتووالی دی.

دا وايي، هڅه به یې دا وي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له "لاسته تللی" حیثیت وساتل شي.

د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونو نویو غړو د دوشنبې په ورځ (کب ۱۳مه) د ولسمشر په حضور کې لوړه وکړه او رسماً یې خپل کار پیل کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وړمه ورځ په یوه فرمان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون غړي معرفي کړل. دغه غړي د تېرې جمعې په ورځ د ولسمشرۍ له خوا غوره شوي وو.

کابو دوې اوونۍ مخکې ولسمشرمحمد اشرف غني د ټاکنو قانون کې بدلون راوست او د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني کمشینران او مشران یې، ټول له دندو لیرې کړل.

د ټاکنیزو کمېسیونونو کمشنرانو پرون ارګ کې لوړه وکړه
د عکس تشریح، د ټاکنیزو کمېسیونونو کمشنرانو پرون ارګ کې لوړه وکړه

د افغانستان لویې څارنوالۍ د کمیسیونونو پخوانۍ رهبرۍ له افغانستانه ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني مشران د ولسي جرګې د تلې میاشتې په ټاکنو کې په کمزوري مدیریت تورن دي. چې لا تر اوسه د دهمدغو ټاکنو د ۱۵ ولایتونو د بریالیو نوماندانو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

خو د کمیسیونونو پخواني مشران د ولسمشر له خوا د ټاکنو قانون کې بدلون راوستل د قانون خلاف کړنه یادوي او وايي چې له دندو د دوی لیري کول هم سیاسي پرېکړه وه.

ولسمشر غني د تېرې دوشنبې په ورځ (فبروري ۴مه) ارګ کې د تحلیف د مراسمو بهیر پر مهال، ټاکنیزو سرغړونکو ته به د نافذه قوانینو له مخې جزا ورکول کېږي:

"د نوي قانون د تعدیل په اساس، ټولنې انتخاباتي تېروتنې د افغانستان د جزا په نافذو قوانینو کې پیشبیني شوې دي او ټولې سرغړونې به د عدلي ارګانو له خوا وڅېړل او مرتکبینو ته به جزا ورکول کېږي."

افغانستان
د عکس تشریح، د ټاکنیزو کمېسیونو څوارلس غړي تازه معرفي شوي دي