د اوکرايين ښارونو کې د روسيې توغنديزو بریدونو خبرداری ورکړل شوی

In this photograph taken on 21 August 2022 a man looks at a destroyed Russian tank at Khreshchatyk street in Kyiv, that has been turned into an open-air military museum ahead of Ukraine's Independence Day on 24 August, amid Russia's invasion of Ukraine.
د خپرېدو وخت

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي خبرداری ورکړی چې روسیه ښایي د اوکرایین د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو پر مهال "په ځانګړې توګه ناوړه" پاروونکې بريدونه وکړي.

ښاغلي زېلېنسکي پلازمېنه کییف کې د وينا پر مهال وويل، کېدی شي مسکو د اوکرایین په جنوبي بندري ښار ماریوپول کې د سختې جګړې پر مهال نیول شوي اوکرایني سرتېري هم محاکمه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د توغنديز بريدونو له وېرې په پلازمېنه کييف کې د خلکو پر راټولېدو بندیز لګول شوی دی.

د اوکرایین ولسمشر وویل: "د دښمن یو مهم هدف زموږ سپکول او د مایوسۍ او وېرې خپرول دي."

هغه زیاته کړه، "موږ باید دومره پیاوړي واوسو چې د هر ډول پارونې پر وړاندې مقاومت وکړو او اشغالګر د خپل عمل په سزا ورسي."

لوېدیځ متحدان: د اوکرایین اټومي تاسیساتو امنیت دې ډاډمن کړای شي

Ukrainian Emergency Ministry rescuers attend an exercise in the city of Zaporizhzhia 17 August 2022

امریکا، بریتانیا، جرمني او فرانسې ټینګار کړی چې د اوکرایین له روانې جګړې دې د دغه هېواد د اټومي تاسیساتو خوندیتوب ډاډمن کړای شي.

د دغو هېوادونو مشرانو په دې تړاو تلیفوني خبرې کړې او خپله دا ژمنه یې هم تازه کړې چې کیېف سره به د روسیې د یرغل پر وړاندې مقابلې لپاره ملاتړ ته دوام ورکوي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د اوکرایین سویل ختیځ کې پر زاپورېژیا اټومي بټۍ د توغندیو برید وشو چې د یوه ستر ناورین د رامنځته کېدو اندېښنې یې را وټوکولې.

زاپورېژیا د اروپا په کچه تر ټولو ستره اټومي بټۍ او دمګرۍ د روسي ځواکونو کنټرول کې ده.

مسکو او کیېف پر دې بټۍ د برید پړه پر یو بل اچوي.‌

د اوکرایین حکومت یکشنبه دې بټۍ ته څېرمه نیکوپول ښار کې د نورو راکټي بریدونو خبر هم ورکړ.

له دې سره د امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني مشرانو خپلو تلېفوني خبرو کې ویلي چې اټومي تاسیساتو ته نږدې جګړه کې باید زغم وشي ځکه دغو نښتو په ۱۹۸۶ کال د اوکرایین چېرنوبیل اټومي بټۍ کې له شوې پېښې د سترې غمېزې د پېښېدو خطر ارمنځته کړی دی.

خو دوی په ورته وخت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې پرېکړې هرکلی کړی‌ چې د ملګرو ملتونو څارونکو ته یې د زاپورېژیا اټومي بټۍ د لیدو اجازه ورکړې.

د زېلېنسکي خبرداری

President Volodymyr Zelensky

د لوېدیځ مشرانو له دغو تلېفوني خبرو سره هممهاله د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي‌ له اوکرایینیانو غوښتي د خپلواکۍ ورځې د مراسمو درشل کې ځېرک اوسي.

نوموړي ویلي "روسیه د ډېر ناوړه، ډېر ظالمانه کار هڅه کولی شي. د دښمن یو اصلي هدف دا دی چې موږ سپک کړي خو موږ باید دومره پیاوړي واوسو چې د هر ډول پارونې پر وړاندې مقاومت وکړو."

راتلونکې چارشنبه چې د اګست له ۲۴مې سره برابرېږي، د اوکرایین د خپلواکۍ ورځ ده.

د دغه هېواد حکومت پلازمېنه کییف کې د دې ورځې مراسمو ته ځانګړی چمتووالی نیولی او روانه جګړه کې یې د روسیې یو شمېر ویجاړ کړي ټانکونه نندارې لپاره راټول کړې دي.

روسیه څه وايي؟

ناو روسیه

مسکو تر اوسه د لوېدیځو مشرانو دغو اندېښنو او څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی خو دفاع وزارت یې ادعا کړې چې تازه یې اوکرایین ته د امریکا او لوېدېځ لخوا د استول شویو وسلو یوه ستره ټولګه لمنځه وړې ده.

دغه وزارت ویلي چې‌ دا وسلې یې له تورې بحېرې د یوه اوږد واټنه توغندي په وسیله د اوکرایین سویل لوېدیځ د اوډیسا ښار بندر کې په نښه کړې دي.

مسکو ویلي د دوی لوري ویشتل شوي ځای کې د امریکا لخوا اوکرایین د توغندیو ورکړ شوي "هیمارس" او همدا راز د لویدېځ دفاعي سیستمونه ساتل کېدل.

کیېف تر اوسه دا برید نه دی تایید کړی.‌