د کابل- مسکو ترمنځ د ۱۰۳ میلیون ډالري هوکړه‌لیکونه

د ویډیو تشریح، د کابل- مسکو ترمنځ د ۱۰۳ میلیون ډالري هوکړه‌لیکونه
د کابل- مسکو ترمنځ د ۱۰۳ میلیون ډالري هوکړه‌لیکونه
د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د روسیې د فدراسیون د یوه لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال، چې مشري یې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوله، د کابل او مسکو ترمنځ د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ تفاهم‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر اېکس لیکلي، دغه تفاهم‌لیکونه د پنجشنبې په ماښام (۲۱ د لړم) د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر اخوند او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک په حضور کې لاسلیک شوي دي.

د دغو تفاهم‌لیکونو بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي، خو ښاغلي فطرت لیکلي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د دواړو هېوادونو د یو شمېر خصوصي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ هوکړې لاسلیک شوې دي.