پنجاب کې د څپېړې کبډي لوبه

د خپرېدو وخت

د پاکستان پنجاب کې د څپېړې وهلو کبډي لوبې مینه وال په ډېرېدو دي. دا لوبه له غېږ نیونې سره ورته والی هم لري.

کبډي په سوېلي اسیا کې مشهوره لوبه ده،‌ چې لوبغاړي پکې پر مقابل لوري یرغل کوي او په یوه سا چې څومره ډېر ګوزارونه وکړي، هومره ډېرې نومرې اخلي.

د څپېړې کبډي نوې لوبه کې چې په "تاباد کبډي" نوم هم یادېږي،‌ د ختیځ پنجاب اړوندو سیمو کې یوه دودیزه لوبه ګرځېدلې ده.