کورونا وېروس؛ د دوو خویندو هنر څنګه پر وبا غالب شو؟

خلود ۱۸ لوحې رسم کړې دي.
د عکس تشریح، خلود ۱۸ لوحې رسم کړې دي.
    • Author, نغم قاسم
    • دنده, بي بي سي نيوز عربي
  • د خپرېدو وخت

درد، وېره، یوازېتوب او مننه... د اټول هغه احساسات دي چې دوو مصري نجونو له کورونا وېروسه تر رغېدا وروسته څرګند کړي دي.

خلود کمال ګرافیک ډیزاینره ده او خور یې عهود ډېکور انجینره ده. دواړو د داسې ناروغۍ پر ضد مبارزه پیل کړه، چې لا تر اوسه یې په ګرده نړۍ کې سمه درملنه نه ده موندل شوې.

۲۱ کلنې خلود په کورونا وېروس د اخته کېدو د مهال دوو اونیو تجرید ورځو انځور کړې او د بدني درد او رواني نارامۍ انځورونه یې کښلي دي.

۲۴ کلنې عهود بیا خپل درد او کمزوري په بل ډول په انځورونو کښلو کې څرګنده کړې ده.

عهود کرنتین کې د ۱۵ ورځو وضعیت انځور کړی او بدن کې یې هغه ځایونه په نښه کړي چې درد یې ورته کاوه
د عکس تشریح، عهود کرنتین کې د ۱۵ ورځو وضعیت انځور کړی او بدن کې یې هغه ځایونه په نښه کړي چې درد یې ورته کاوه

خلود وايي، د کړاو ورځې یې په پنسل قلم رسم کړې او له هرې ورځې سره یې د بلې ورځې تړاو ورکړی، بیا یې تر هغې لږ لویې لوحې رسم کړې او اوبیز رنګونه یې پکې کارولي دي او لا نورو جزییاتو ته پکې تللې ده.

د ناروغۍ پر دویمه ورځ د خلود د خور د زوکړې ورځ هم وه، چې وايي سږ کال یې له لمانځلو بې برخې شوه
د عکس تشریح، د ناروغۍ پر دویمه ورځ د خلود د خور د زوکړې ورځ هم وه، چې وايي سږ کال یې له لمانځلو بې برخې شوه

خلود دا لوحې رسمول په کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر اخته کېدا درې ورځې وروسته پیل کړي، چې دا یې د خور د زوکړې ورځ هم ده؛ ځکه چې اوس یې نه شو کولای د هغې د زوکړې مراسمو کې هغه په غېږ کې ونیسي.

خلود وايي: رسم هغه ژبه ده د خپل ځان او احساساتو ترجماني پرې کولی شم. دا هغه چیغه ده انسان ته ارامي او نېکمرغي ورکوي... ما هم د خپل ځان د وضعیت ښودلو لپاره رسم ته مخه کړه."

خلود او رسم کړې لوحې یې
د عکس تشریح، خلود او رسم کړې لوحې یې
عهود کمال د ناروغۍ پر هغو نښو ټینګار کړی چې بدن کې راڅرګندېږي چې د معدې سخت درد هم پکې راځي.
د عکس تشریح، عهود کمال د ناروغۍ پر هغو نښو ټینګار کړی چې بدن کې راڅرګندېږي چې د معدې سخت درد هم پکې راځي.

عهد وايي، له دې کاره یې هدف له نورو سره د درملنې او روغتیا برخه کې همکاري کول دي او دا چې په کورونا وېروس اخته کسان یوازې نه دي: "زه، خور مې او نور ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي وو او په بریالیتوب ژوندي ترې ووتلو."

خلود ۱۸ لوحې رسم کړې دي، چې ۱۵ یې د ناروغۍ اړوندې دي او ۳ ته یې د "مننې" نوم ورکړی، دا مننه یې تر ډېره له خپلې مور او پلار او معالج ډاکټر کړې ده.

په شپږمه ورځ، کورنۍ خلود ته اجازه ورکړه چې یوازې برنډې ته راووځي؛ ځکه چې ډاکټر د لمر وړانګو ته د کښېناستو سپارښتنه ورته کړې وه.
د عکس تشریح، په شپږمه ورځ، کورنۍ خلود ته اجازه ورکړه چې یوازې برنډې ته راووځي؛ ځکه چې ډاکټر د لمر وړانګو ته د کښېناستو سپارښتنه ورته کړې وه.
په شپاړسمه ورځ، خلود د ګناه احساس وکړ، چې وايي دا وېروس یې خپلې خور عهود ته هم لېږدولی
د عکس تشریح، په شپاړسمه ورځ، خلود د ګناه احساس وکړ، چې وايي دا وېروس یې خپلې خور عهود ته هم لېږدولی

خلود او عهود وايي، هېڅ داسې سوچ ورسره نه و چې له دې ناروغۍ سره د مبارزې د ورځو د سفر دا شاهکار به له کورنۍ بهر له نورو سره هم شریکوي. په پیل کې یې هدف دا و چې ځان ته پرې تسلي ورکړي.

خلود له کورني تجرید راوتلو وروسته، خپله تجربه او رسامي پر خواله رسنیو خپره کړه
د عکس تشریح، خلود له کورني تجرید راوتلو وروسته، خپله تجربه او رسامي پر خواله رسنیو خپره کړه
دیارلسمه ورځ،

دغو دوو خویندو پرېکړه وکړه چې خپلې دا تجربې پر خواله رسنیو خپرې کړي چې نور ناروغان او خپلوان یې هم ګټه ترې واخلي، هغه هم په داسې حالت کې چې ګڼ خلک نه غواړي په کورونا وېروس له اخته کېدو یې نور خلک خبر شي.

عهود د ستوني درد انځور کړی چې معمولاً په کورونا وېروس ډېری ناروغانو ته پیدا کېږي.
د عکس تشریح، عهود د ستوني درد انځور کړی چې معمولاً په کورونا وېروس ډېری ناروغانو ته پیدا کېږي.

عهود او خلود وايي، دغو انځورونو ته چې ګوري، د پیاوړتیا احساس کوي او له نورو ناروغانو هم دې ورته د سوچ کولو تمه لري.

عهود د کورونا وېروس د اصلي نښو اړوند انځورونه هم اخیستي، لکه التهابي کېدل، د ستوني خرابېدل، سا لنډي، د معدې درد او داسې نور.

عهود وايي، دا ایمان لرل چې له ناروغۍ به رغېدل حتمي وي، د ناروغۍ پر وړاندې تر ټولو قوي وسله ده.
د عکس تشریح، عهود وايي، دا ایمان لرل چې له ناروغۍ به رغېدل حتمي وي، د ناروغۍ پر وړاندې تر ټولو قوي وسله ده.
خلود او عهود د ناروغۍ پر مهال د کورنۍ د غړو او خپلوانو د ملاتړ اهمیت بیان کړی چې وايي رغېدو کې ډېره همکاري کولی شي
د عکس تشریح، خلود او عهود د ناروغۍ پر مهال د کورنۍ د غړو او خپلوانو د ملاتړ اهمیت بیان کړی چې وايي رغېدو کې ډېره همکاري کولی شي

عهود او خلود وايي، د کورنۍ او بهر کې د نورو خپلوانو ملاتړ د دوی په رغېدو کې ډېر رول درلود.