اسلام اباد د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو غونډې کوربتوب کوي؛ د طالبانو حکومت ته بلنه نه ده ورکړل شوې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد نن یکشنبه د اقتصادي همکاریو سازمان (اي سي او) د وزیرانو شورا ۳۰مه دورې ورځنۍ غونډې کوربتوب کوي.

تېره ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دې غونډې په تړاو ویل شوي وو، چې د دې ناستې مشري به د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کوي.

افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان له لسو غړو هېوادونو یو دی، خو پاکستان د دغه سازمان د وزیرانو شورا غونډې ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت پلاوی نه دی بللی.

د طالبانو حکومت اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري د اي سي او سازمان ویلي و، چې سیاسي اختلافونه باید د دغه سازمان په غونډو کې د افغانستان د ګډون خنډ نه شي.

نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې په دې هکله ویلي: ''د ایکو غونډه اقتصادي بڼه لري او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړېږي، نو افغانستان باید په دې غونډه کې ګډون ولري. ان که په سیاسي مسایلو کې اختلاف نظر هم موجود وي، د ګډون او حضور لار باید تړلې پاتې نه شي.''

د هغه په وینا، افغانستان کولای شي په دې غونډه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ او سیمه‌ییز امنیت په اړه خبرې وکړي.

ښاغلی نظري وايي، ''د ایکو سازمان غونډې ته د افغانستان نه بلل، د دې سازمان له روح سره سم نه دی او زه فکر کوم سیاسي اختلافونه باید په دې غونډه کې له ګډونه د افغانستان محروم پاتې کېدو لامل نه شي.''

بل لور د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې په غونډه کې به د اي سي او سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د هغوی د پلاویو مشران، د د دې سازمان د دارالانشا استازي او د دې سازمان د اړوندو ادارو چارواکي ګډون ولري.

د اعلامیې له مخې د وزیرانو له غونډې وړاندې به د غړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو غونډه وشي، په دې غونډه کې به د سازمان د فعالیتونو او پروګرامونو ارزونه وشي، د اړوندو ادارو کار به وڅېړل شي او د وزیرانو شورا ته د وړاندې کېدونکو اجنډاوو او مسودو وروستي اسناد به بشپړ شي.

پاکستان چې د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ کلونو لپاره د اي سي او مشري پر غاړه لري وايي، تمرکز به پر سیمه‌ییز اتصال، اقتصادي یووالي او د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراخولو وي، چې د سوکالۍ، دوامدارې پراختیا او د سیمې د لا پیاوړتیا لپاره ګډې هڅې وهڅول شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د "امنیتي پېښو" له امله دوه‌اړخیزه سوداګري او ترانزیټ هم له خنډونو او ځنډونو سره مخامخ شوي دي.

د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) یوه سیاسي او اقتصادي سیمه‌ییزه اداره ده چې په ۱۹۸۵ کال کې د ترکیې، ایران او پاکستان لخوا جوړه شوه.

وروسته په ۱۹۹۲ کال کې دا سازمان پراخ شو او افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هم ورسره یوځای شول.

د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) سرمشریزه د تېر ۲۰۲۵ کال په جولای کې په اذربایجان کې وشوه، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت استازو ته هم پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

د طالبانو د حکومت یو لوړپوړی پلاوی د دغه سازمان د اوولسمې سرمشریزې په غونډه کې د ګډون لپاره اذربایجان ته سفر کړی و.

د هغه پلاوي مشري د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند کوله.

ایکو یوه سیمه‌ییزه اداره ده چې موخه یې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، تخنیکي او کلتوري همکاریو پراختیا او پیاوړتیا ده. دغه سازمان د سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ، ترانسپورټ او سیمه‌ییزې ودې په برخو کې د همکارۍ د زیاتولو لپاره کار کوي.