د نیپال د یوه ښوونځي مدیر: "ویاړم چې د ښوونځي ۹۰۰ ماشومان مو وژغورل"

Headteacher Rajendra Dawadi wears a light blue collared shirt sits indoors in front of patterned beige curtains. To one side is a small table holding household items, including a white appliance and papers. A doorway and wall-mounted control panel are visible in the background.
د عکس تشریح، راجندرا داواډي وايي ویاړي چې د دغومره ډېرو کسانو د ژوند په ژغورلو کې یې مرسته وکړه.
    • Author, اشوک دهال او کمال پریار
    • دنده, بي بي سي نيوز نیپالي
    • رپوټ له:, نواکوټ ولسوالي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د نيپال له سېلابونو د ۹۰۰ زدکوونکو د ژغورلو کیسه؛ مدیر د اوبو تر رارسېدو یوازې ۱۰ دقیقې وړاندې ښوونځی تخلیه کړ.

د یوه ښوونځي مدیر ویلي چې څنګه یې د نيپال له سېلابونو د ۹۰۰ زدکوونکو ژوند وژغوره - په داسې حال کې چې د اوبو تر رارسېدو یوازې ۱۰ دقیقې وړاندې یې هغوی په چټکۍ له سيمې وایستل.

راجندرا داواډي، چې په نواکوټ کې د "تریبهوان تریشولي" لېسې مسؤل دی، بي بي سي ته وویل چې سهار په ۰۹:۱۰ ځايي وخت (۰۳:۲۵ ګرینویچ وخت) ورته څلور تیلیفوني اړيکې راغلې او د دې ناورین په اړه یې خبرداری ورکړ، چې تر دې دمه لږ تر لږه د ۷۹۴ کسانو ژوند یې اخیستی دی.

نوموړي سملاسي د ښوونځي د تخلیه کولو پرېکړه وکړه؛ ماشومانو ته یې امر وکړ چې لوړو ځایونو ته وتښتي او له زد کوونکو ډک بسونه یې بېرته په شا کړل چې له سیمې وتښتي.

داواډي وویل: "که موږ په چټکۍ پرېکړه نه وی کړې او ۱۰ دقیقې ځنډ شوی وی، نو نن به موږ ټول - د زدکوونکو او زما په ګډون - له تاسو سره د خبرو کولو لپاره ژوندي نه وو."

خبرداری د څو دقیقو په جریان کې د څلورو بېلابېلو کسانو له لوري ورکړل شوی و او له هغه سره یې مرسته وکړه چې نږدې کېدونکی خطر وسنجوي.

نوموړي زیاته کړه: "یوه پلار راغی او راته یې وویل چې 'لوی سېلاب راروان دی، زه د خپلې لور بېولو ته راغلی یم، زه به دا له ځان سره بوځم'."

"والدین بې له قوي دلیله بیړه نه کوي، نو ځکه ثابته شوه چې زه باید د ماشومانو په ایستلو کې یوه ثانیه وخت هم ضایع نه کړم.

"ما پرېکړه وکړه چې نور باید ځنډ ونه کړم. که سېلاب نه هم وای راغلی، دا یوازې د یوې ورځې د درسونو خبره وه.

"زه ویاړم چې موږ د دغومره ډېرو کسانو ژوند وژغوره."

دغو سېلابونو - چې د چهارشنبې په ورځ یې د نیپال برخې ویجاړې کړې او لږ تر لږه ۲,۴۲۶ کسان یې درک ناڅرګنده کړي دي - د ښوونځي ودانۍ تر خټو او خاورو لاندې کړه.

داواډي وویل چې اوبه دومره په چټکۍ راورسېدې چې له سېنده کابو ۱۰۰ متره (۳۲۸ فوټه) لرې د لیلیې ودانۍ سملاسي اوبو لاندې کړه.

A girl with dark hair sits being interviewed in front of a door, she is in a black t-shirt.
د عکس تشریح، ۱۶ کلنه زدکوونکې "یونیشا اماتیا" په داسې حال کې په تېښته بېړني خوندي ځای ته ورسېده چې یوازې څو شېبې وخت ورپاتې و.

په لومړيو کې، ډېری زدکوونکي نه وو پوهېدلي چې وضعیت څومره جدي و.

۱۶ کلنې زدکوونکې "یونیشا اماتیا" وویل چې دې او ملګرو یې د سېلاب له راتلو شېبې وړاندې ځانونه وژغورل.

هغې بي بي سي ته وویل: "زه او زما ملګري یوازې د ۱۰ ثانیو په توپیر ژوندي پاتې شوو."

"د سېلاب له راوتلو پوره مخکې، موږ په ټولګي کې په درس بوخت وو. ښوونکي یو ځای راټول شوي وو او په پیل کې نه وو خبر چې څه پېښ شوي دي. له پێنجو دقیقو وروسته، ښوونکي راغلل او موږ ته یې د سېلاب خبر راکړ او راته یې وویل چې کورونو ته لاړ شو."

هغې وویل چې یوه زدکوونکي د ناورین له اورېدو وروسته بې هوښه شو، خو ډېرو په پیل کې خطر کم وګڼلو او د هغه ټولګیوالو په تمه شول چې د ریاضي په درس کې وو.

یونیشا او د هغې ملګري د ښوونځي تر شا د تېښتې له لارې د غونډۍ په لور بره شول.

هغه وايي: "زه ژر پلې نه شوای تللی او ملګرو مې مرسته راسره وکړه چې غونډۍ ته پورته شم. موږ خپله پوره هڅه وکړه چې خوندې سیمو ته ورسېږو. موږ د ښوونځي له شاتنۍ برخې د یوې تنگې زینې له لارې وتښتېدو. په لږ وخت کې، بازار زما د سترګو وړاندې اوبو یووړ."

"که زما د بوټانو لاندې برخه محکمه نه وای، زه به لوېدلې وای او زدکوونکو او نورو خلکو د تېښتې پر مهال خوندي سیمې ته د رسېدو لپاره یو او بل ټېله کول. هغه خلک چې د بلې لارې د تېښتې پرېکړه کړې وه، ظاهراً اوبو وړي وو."

From left to right, Yunisha's father, Yunisha and Yunisha's mother are seated on wooden chairs inside their home, facing the camera. Behind them are dark wooden cabinets and shelves displaying household items and framed photographs. Yunisha's father is wearing a white T-shirt, Yunisha is wearing a black top and striped trousers, and her mother is wearing a patterned long-sleeved top with light-coloured trousers
د عکس تشریح، د یونیشا مور او پلار وايي هغوی په لېوالتیا او وېره د هغې د پته لګېدو یا څرک خبر ته په تمه وو.

زدکوونکي او ښوونکي په پیل کې یو څه سل متره د غونډۍ په لور زیات خوندې ځای ته پورته شول او بیا له هغه ځایه يوه ګاونډي کلي ته لاړل.

د لارو د تړل کېدو او د ترانسپورت د اخلال له امله، ډېری کسان تر دوو شپو پورې بند پاتې وو چې چې ژغورنډلې ور ورسېدلې.

د ښوونځي مدیر او یونیشا، چې دواړه له سېند هاخوا ژوند کوي، په پای کې د هوا له لارې بېرته خپل کلي ته ولېږدول شول.

په ورته وخت کې، والدینو په سختۍ هڅه کوله چې له خپلو ماشومانو او نږدې خپلوانو سره اړيکه ټینګه کړي.

د یونیشا مور، سبینا کُماري شریستا وايي هغې په وار وار هڅه وکړه چې له خپلې لور او مېړه دواړو سره ټیلیفوني اړیکه ونیسي، خو هیڅ یو هم په غوږ کې نه شو.

د هغې مېړه، یوراج اماتیا سملاسي د ښوونځي ته روان شو.

هغه وویل: "د سېلاب د خبر له خپرېدو لږ وروسته، ما د خپلې لور شمیرې ته ټیلیفون وکړ، خو زنګ نه ورته تللو، بیا نو وېرېدلم."

"په څو دقیقو کې، زه د خپلې لور د ښوونځي په لور روان شوم او ټول تریشولي بازار سېلاب وړی و، بیا ما وویل چې لور مې مړه شوې ده. زه دومره وېرېدلی وم، ما خپل موټرسایکل ودراوه، سېلاب راغلی و، خو ما بې له خپلې لور د بېرته ستنېدو سوچ نه شو کولای."

کابو د یوې ساعت لپاره هغه نه پوهېده چې لور یې ژوندۍ ده که نه او له بریا پرته یې شمېرې ته پرله پسې زنګونه وهل. بیا په پای کې ټیلیفون متصل شو او یونیشا ځواب ورکړ.

هغه وویل: "په پای کې لور مې زما زنګ ځواب کړ او ما خپله وس ونه شوه کړای، ومې ژړل ... دوو خپلوانو چې له ما سره وو هم وژړل او زه یې په غېږ کې ونیولم."

د یونیشا سترګې د هغې شېبې په یادولو له اوښکو ډکې ښکاري.

هغې وویل: "د غونډۍ سر ته له رسېدو وروسته، ما ته د خپل پلار زنګ راغی. هغه ژړل او ما له هغه وروسته یوه کلمه هم نه شوه ویلای."

کور کې، د هغې کورنۍ د هغې بېرته راستنېدو ته په لېوالتیا او شېبه شمارۍ تمه کوله.

د هغې مور وویل: "کشرې لور مې هم خوب نه شو کولای. خو له درېیو ورځو (جمعې) وروسته د هغې په لیدلو راته ډېر ښه احساس پیدا شو او زه ډېره خوشحاله او ارامه شوم."

یونیشا وايي هغه اوس د دې په اړه فکر کوي چې وروسته به څه کېږي.

هغې وویل: "اوس زه د خپلو مخکې زدکړو په اړه اندېښمنه یم."

"که زه مجبوره شم چې خپل ښوونځی بدل کړم، زه به خپل زاړه ملګري له لاسه ورکړم او د نویو ملګرو په موندلو کې بې له شک ستونزو سره مخ کېږم. زه د خپلو نورو زده کړو لپاره خپه یم."

د ښوونځي مدیر داواډي وايي چې غوره خبرداری ورکونکي سیسټمونه، په‌کې هارنونه او د تخلیې خبرداری شامل دي، کولی شول له اوسېدونکو سره مرسته وکړي چې ژر عکس العمل وښيي.

خو هغه باور لري چې سملاسي د کار کولو په اړه د هغه پرېکړې د لوی ناورین مخه ونیوله.

"که ما د درسي پیریډ له پای ته رسېدو وروسته د ښوونځي د رخصتولو پرېکړه کړې وای، شاید هېڅ شی هم نه وای پاتې، یوازې د سهار په ۹:۳۰ بجو به زنګ ټنګېده."