اندونیزیا کې د "ښکلا ملکې" ته ځینو نوماندو ښځو پولیسو ته شکایت کړی

مس یونیورس
د خپرېدو وخت

اندونیزیا کې د ښکلا ملکې غوره کولو پروګرام کې څو تنو برخه اخیستونکو پولیسو ته شکایت کړی دی. دوی د یاد پروګرام پر جوړونکو د جنسي ځورونې اړوند تور لګولی دی.

د شکایت کوونکو ښځو وکیل وايي، د روانې اګست میاشتې په درېیمه د پروګرام له وروستی پړاو څخه دوه ورځې مخکې د ښکلا سیالۍ پروګرام کې له ګډونوالو غوښتل شوي وو، چې د بدن د معاینې او انځورونو اخیستو لپاره خپلې برسېرنې جامې وباسي.

شکایت کوونکې ادعا کوي، چې کله د دوی بدن معاینه کېده، په هغه خونه کې نارینه هم موجود وو.

په اندونیزیا کې د ښکلا د سیالۍ پروګرام د حکومت د اجازې له مخې ترسره کېږي. خو تنظیم کونکي باید دا په پام کې ولري، چې د محافظه کاره ټولنې وګړي ناراضه نه کړي.

د یادونې ده، چې په ۲۰۱۳ کال کې په دغه مسلمان هېواد کې د نړۍ د ښکلا د سیالیو تنظیموونکو، د سیالۍ وروستي پړاو په ترسره کېدو سره یې د لاندنیو جامو (بګني) سره د بدن ننداره لغوه کړه.

په پلازمینه جاکارتا کې پولیس وايي، چې شکایتونه به د لانورو څېړنو لپاره دیوه بنسټ په توګه وکارول شي.

د اندونیزیا د قانون له مخې د جنسي ځورونې سزا تر ۱۵ کالونو بند دی.

میلیسا اینګریني، چې د درېیو کاندیدانو وکیله ده، د اندونیزیا لپاره د بي بي سي څانګې ته دا شکایت تائید کړی.

نوموړې ویلي، د شکایت کوونکو په شمېر کې به زیاتوالی راشي.

Miss Universe Indonesia

همدارنګه رویټرز بیا راپور ورکړی، چې شپږو نوماندانو له پولیسو سره خپل شکایتونه ثبت کړي دي.

میلیسا اینګریني رسنیو ته ویلي: "تنظیم کونکو، نوماندانو ته وویل، چې د بدن د معاینې موخه یې د دوی په بدن د نښانونو او ټاټو ارزول دي."

د ښکلا نړیوالې ادارې هم ویلي، چې یاده موضوع څیړي او د جنسي ځورونې تورونه په جدي توګه تعقیبوي.

ځینو شکایت کوونکو د دوشنبې په ماښام په یوه خبري غونډه کې ویناوې وکړې، خو سیمه ییزو تلویزیونونو د دوی د هویت پټولو لپاره د هغه مخونهنه ښوول.

یوې نوماندې خپلو خبرو کې وویل: "د یوې ښځې په توګه زه احساس کوم، چې زما حقونه تر پښو لاندې شوي دي. زما په ذهن یې بد اغېز کړی دی. زه د ډېر فکر کولو له کبله سم خوب نه شم کړی."

یادې نوماندې وویل، دا سمه ده چې د بدن معاینه یې په یوه بنده خونه کې وشوه، خو هلته نارینو هم وو.

د اندونیزیا یوه پخوانۍ میرمن ماریا هارفانتي، چې په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ د ښکلا په سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ وايي، په هېوادونو کې د بدن معاينه يوه عامه خبره ده، خو په سياليو کې له ګډون کوونکو ښځو څخه معمولا د بربنډېدو غوښتنه نه کېږي.

نوموړې وايي، د بدن معاینه د دې لپاره کېږي چې د بدن تناسب یې معلوم کړي.