جان سېمپسن: هېچا دا تصور نه کاوه چې طالبان به بېرته واک ته راستانه شي
نن د "پاینده ازادۍ عملیاتو" په نوم د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف د پوځي مداخلې پایله کې د طالبانو د لومړي حکومت د پرځېدو پنځه ویشتمه کلیزه ده.
ټیک ۲۵ کاله مخکې پر همدې ورځ کابل د "افغانستان د متحدې جبهې" یا "شمالي ټلوالې" د ځواکونو لاس ته کېوت او ورپسې د افغانستان پاتې نورې سیمې هم د طالبانو له کنټرول ووتې.
د هغو ورځو پېښې لا هم د ډېرو افغانانو له ذهنونو نه دي وتلې. خو په نړیوال خبریالانو کې ښايي د بيبيسي د نړیوالو چارو د مشر جان سېمپسن په څېر کسان، چې دا شېبې یې له ډېر نږدې کتلې او څارلې دي، ډېر کم وي.
هغه راته د پولنډ له پلازمېنې وارسا څخه ۲۵ کاله مخکې پر همدې ورځ کابل کې د لیدلو پېښو روایت رالېږلی دی.
دی چې د خپل مسلکي ژوند شپېته کاله یې په بيبيسي کې تېر کړي او د نړۍ له بېلابېلو سیمو یې له څلوېښتو د ډېرو جګړو او کړکېچونو راپورونه ورکړي، افغانستان د خپل کاري ژوند تر ټولو له مهمو فصلونو څخه ګڼي.
جان سمپسن اوس اوکرایین ته پر لاره دی، چې د اوسني وخت له ټولو په خونړیو جګړو کې ښکېل دی.
نوموړی د هغې ورځې کیسه کوي چې د افغانستان پلازمېنه د واک د یوه بل بدلون شاهده وه او ډېرو خلکو ګومان کاوه چې د دغه هېواد په تاریخ کې یو نوی باب پیل شوی دی.



