افغانستان کې د زیتونو بڼونه؛ بزګرانو ته د نوې هیلې دروازه

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د زیتونو بڼونه؛ بزګرانو ته د نوې هیلې دروازه
افغانستان کې د زیتونو بڼونه؛ بزګرانو ته د نوې هیلې دروازه
د خپرېدو وخت

د افغانستان د زیتونو بڼونه بزګرانو ته د اقلیمي کړکېچ پر وړاندې د هیلې او اقتصادي ملاتړ زمینه برابروي.

د افغانستان په ختیځ کې د زیتون بڼونه هغو بزګرانو ته د هیلې نوې دروازې پرانیزي چې د اقلیمي بدلونونو له امله د اوبو له زیاتېدونکي کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، وچکالي او د اوبو کمښت د افغانستان له نیمایي د ډېرو وګړو ژوند اغېزمن کړی دی. همدې وضعیت یو شمېر بزګران دې ته اړ کړي چې د جوارو، وریجو او غنمو د کرنې پر ځای نور بدیلونه ولټوي.

د اورځلا په کرنیز ملکیت کې ۲۰ کلن کارکوونکی، سني خان وايي: "ډېر خلک دې ونې ته په ډېرې هیلې ګوري. دا ونه د اوبو د کمښت پر وړاندې مقاومت لري او د کوکنارو د بدیل په توګه هم غوره انتخاب دی. عاید یې هم لوړ دی."