د رزمي لوبو ړنده لوبغاړې څنګه نړیوالو سیالیو ته ورسېده؟

د ویډیو تشریح، د رزمي لوبو ړنده لوبغاړې څنګه نړیوالو سیالیو ته ورسېده؟
د رزمي لوبو ړنده لوبغاړې څنګه نړیوالو سیالیو ته ورسېده؟
د خپرېدو وخت

روقیه تایوو سلیمان د نایجیریا اوسېدونکې ده چې په ډېره ځوانۍ کې ړنده شوې. خو اوس تر نړیوالو لوبو رسېدلې او لومړنۍ نابینا ښځه ده چې د (سامبو) په نوم د یو ډول غېږ نیونې په سیالیو کې یې په نړیوال جام کې د سره زرو مډال ګټلی دی. دا ورزش په ۱۹۲۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد له لوري رامنځ‌ته شوی. روقیې په روانه نومبر میاشت کې د ازبکستان په نړیوالو سیالیو کې هم ګډون کړی و.