د عکسونو البوم: ځلېدونکي حشرات

د خپرېدو وخت

د کرواتیا یوه عکاس د چینجیو، پتنګانو او نورو حشراتو ډېر په زړه پورې انځورونه اخستي دي.

کرواتیایي عکاس پیټر سابول شارپایي د عکاسۍ شوق او ځواک سره یوځای کړي او له لارې یې طبیعت کې د حشرو د انځورونو په زړه پورې او رنګینه ننداره وړاندې کړې.
د عکس تشریح، کرواتیایي عکاس پیټر سابول شارپایي د عکاسۍ شوق او ځواک سره یوځای کړي او له لارې یې طبیعت کې د حشرو د انځورونو په زړه پورې او رنګینه ننداره وړاندې کړې.
سابول غواړي داسې نړۍ له نژدې وګوري چې کم تر سترګو کېږي، داسې شیبې انځور کړي چې په سترګو یې لیدل ګران او ان ناممکن برېښې، پرته له دې چې د کامرې سترګې یې ښکار کړي.
د عکس تشریح، سابول غواړي داسې نړۍ له نژدې وګوري چې کم تر سترګو کېږي، داسې شیبې انځور کړي چې په سترګو یې لیدل ګران او ان ناممکن برېښې، پرته له دې چې د کامرې سترګې یې ښکار کړي.
عکاس یوه لسیزه پردې تېره کړې چې د طبیعت کې د کوچنیو ژوندیو موجوداتو  غیرمعمول حرکتونه او طبیعي فعالیتونه انځور کړي.
د عکس تشریح، عکاس یوه لسیزه پردې تېره کړې چې د طبیعت کې د کوچنیو ژوندیو موجوداتو غیرمعمول حرکتونه او طبیعي فعالیتونه انځور کړي.
سابول چې په کرواتیا کې ژوند او کار کوي وایي، له پیله یې له طبیعت او سمسورې نړۍ سره مینه وه.
د عکس تشریح، سابول چې په کرواتیا کې ژوند او کار کوي وایي، له پیله یې له طبیعت او سمسورې نړۍ سره مینه وه.
د وړو څېزونو ډېر نژدې (کلوزاپ) انځورونه کولی شي ډېر زیات جزییات رابرسېره کړي. دلته د یوې کوچنی حشرې پر وزر پرخې پرتې دي.
د عکس تشریح، د وړو څېزونو ډېر نژدې (کلوزاپ) انځورونه کولی شي ډېر زیات جزییات رابرسېره کړي. دلته د یوې کوچنی حشرې پر وزر پرخې پرتې دي.
په دې ډول عکاسۍ کې له رڼا ډېره ګټه پورته کېږي. د ښایسته انځورونو اخستو لپاره د لمر ختو او لمر پرېوتو وخت ډېر مناسب دی.
د عکس تشریح، په دې ډول عکاسۍ کې له رڼا ډېره ګټه پورته کېږي. د ښایسته انځورونو اخستو لپاره د لمر ختو او لمر پرېوتو وخت ډېر مناسب دی.
د لمر راختو او لمر پرېوتو پرمهال وړانګې ښایسته سیوری جوړوي او داسې ښکاري لکه د انځور رنګونه چې سره اوبدل شوي وي.
د عکس تشریح، د لمر راختو او لمر پرېوتو پرمهال وړانګې ښایسته سیوری جوړوي او داسې ښکاري لکه د انځور رنګونه چې سره اوبدل شوي وي.
د بوټي پر ساقې د دوو پتنګانو له وزرو تته رڼا ځلېږي.
د عکس تشریح، د بوټي پر ساقې د دوو پتنګانو له وزرو تته رڼا ځلېږي.