مسکو غونډه په انځورونو کې

د خپرېدو وخت

د ترویکا غونډې څلورو هېوادونو، روسیې، امریکا، چین او پاکستان په وروستۍ اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې سوله د خبرو له لارې د تر لاسه شوي سیاسي توافق له لارې راتلای شي.

Moscow
د عکس تشریح، د بندو دروازو ترشا د غونډې بلې برخې ته د راغلو پلاوو مشرانو او ځینو غړو ویناوې وکړې.
مسکو
د عکس تشریح، د افغان دولت د پلاوي مشر عبدالله ویلي جګړه د حل لار نه ده او هیڅوک نه شي کولی خپله اراده پر نورو وتپي.
لاوروف
د عکس تشریح، په مسکو کې د افغان سولې په تړاو نننۍ غونډه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګې لاوروف په وینا پیل شوه.
قطر پلاوي
د عکس تشریح، په غونډه کې د قطر دولت استازي
دوستم
د عکس تشریح، د طالبانو یوه غړي د هغو کسانو له ډلې چې دوی یې د مسکو کنفرانس کې د ګډون مخالف دي، لږترلږه د مارشال عبدالرشید دوستم نوم اخیستی دی.
طالبان
د عکس تشریح، د طالبانو سیاسي مرستیال او په قطر کې د دې ډلې د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ویلي د دې ډلې عملیاتو کې د پام وړ کموالی راغلی.
محمد صادق خان
د عکس تشریح، د افغانستان لپاره د پاکستان استازی محمد صادق خان وايي، په افغانستان کې له سولې پرته په سیمه کې سوکالي ناشوني ده.
کرزی/ حکمتیار
د عکس تشریح، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او مخکینی ولسمشر حامد کرزی
مسکو
د عکس تشریح، د مسکو غونډې ګډونوال
ضمیر کابلوف/ زلمي خلیلزاد
د عکس تشریح، ضمیر کابلوف او زلمی خلیلزاد
مسکو
د عکس تشریح، د ترویکا غونډې څلورو هېوادونو وروستۍ اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې سوله د خبرو له لارې د تر لاسه شوي سیاسي توافق له لارې راتلای شي.