د سولې مشورتي لویه جرګه په انځورونو کې

د خپرېدو وخت

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک مالومولو لپاره د هېواد له ۳۴ ولایتونو ۳۲۰۰ کسان راغوښتي دي. طالبانو لا له وړاندې د دې جرګې جوړېدل بې حیثیته بللي.

جرګه
د عکس تشریح، د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوال به د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه مشورې او پرېکړه کوي.
جرګه
د عکس تشریح، د جرګې په ګډونوالو کې ځوانان او د پاخه عمر کسان او ښځې هم دي.
جرګه
د عکس تشریح، دې جرګې ته د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۳۲۰۰ کسان راغوښتل شوي.
جرګه
د عکس تشریح، د جرګې ګډونوالو د خوندیتوب لپاره ځینې تدابیر نیول شوي، خو ښکاري چې ټولنیز واټن چندان نه دی مراعات شوی.
ولسمشر غني
د عکس تشریح، ولسمشر غني خپلو خبرو کې وویل،‌ طالبانو ویلي‌ چې که چېرې دا پاتې ۴۰۰ بندیان یې خوشي شي نو په درې ورځو کې به افغان حکومت سره خبرې پیل کړي،‌ او که خوشي نشي نو جګړه به لا سخته کړي.
عبدالله عبدالله
د عکس تشریح، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو ته خپله وینا کې وویل، سوله له ځان سره هم هیلې لري او هم اندېښنې.